ژول فري کمپ کې ۷۴ کمسنه مهاجر اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز
ژول فري کمپ کې ۷۴ کمسنه مهاجر اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز

تېره دوشنبه شپه د پاریس رپوبلیک ډګر ته نږدې د کم سنه مهاجرو یو نوی کمپ جوړ شو. د مهاجرو د بشري حقونو مدافع بنسټونه چې یاد کمپ یې جوړ کړی وایي، ترڅو چې د دغو مهاجرو ستونزې هوارې نه شي، دوی هلته پاتې کېږي.

ژول فری میدان د پاریس رپوبلیک ډګر ته نږدې موقعیت لري. له تېرې دوشنبې شپې راهیسې دغه میدان کې د کم سنه مهاجرو یو نوی کمپ جوړ شوی چې نږدې ۷۵  کسان پکې ژوند کوي.

نن جمعه سهار وختي خیریه سازمانونه د کمپ پر ځینو اوسېدونکو خواړه وېشي. د مهاجرو یوه بله ډله تشناب ته د ورتګ لپاره په لیکه کې ولاړ دي. همدارنګه یوه رضاکاره چې تر یوې لویې خیمې ناسته ده ځینو مهاجرو ته فرانسوي ژبې درسونه ورکوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پاریس کې د کمسنه مهاجرو نوی کمپ: سازمانونه د چارواکو پاملرنه غواړي 

د کمپ اوسېدونکي اړ دي چې ټول هغه اصول مراعات کړي چې په یوه لوحه کې درج شوي دي. دغه راز د پاریس ښاروالۍ کمپ ته نږدې حمامونه جوړ کړي دي. مهاجر کولی شي چې کمپ کې فوټبال وکړي او یا د ګیټار په کورسونو کې ګډون کولی شي.

کم سنه کسان باید «ولیدل» شي

دغه کمپ تېره دوشنبه شپه (د جون ۲۹مه) د فرانسې پلازمېنې پاریس رپوبلیک ډګر ته نږدې د ځینو سازمانونو – لکه د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، یوتوپیا ۵۶ او یا لې میدي دیو مي - له خوا جوړ شوی دی. کمپ کې ۷۴ کم سنه بهرني مهاجر ژوند کوي چې د سوېلي افریقا اصلي اوسېدونکي دي. 

د یوتوپیا ۵۶ غړي یان مانزي  په دې هکله وایي: «دا هغه مهاجر دي چې [د مسولو ادارو له خوا] د کم سنه کسانو په توګه نه دي پېژندل شوي خو استیناف یې کړی او اوس د محکمې ځواب ته انتظار کوي. اصلي هدف مو دا دی چې دوی باید ولیدل شي.»

سازمانونه وایي چې چارواکي باید دغو مهاجرو ته پام وکړي. کرېډېت: کډوال نیوز
کله
 چې چارواکي یو کس د بالغ په توګه پېژني، نو یاد مهاجر نه شي کولی چې  له دولتي مرستو څخه واخلي. فرانسه کې د بې سرحده ډاکټرانو د ماموریت مشره کورین تور وایي: «د استیناف پر مهال، د دپیارتمنت شورا داسې اټکل کوي چې یاد مهاجر بالغ دی نو دوی یې مسولیت نه مني.»

نور ولولئ: «پسغل هوټل» یا هغه پروګرام چې کم سنه کډوالو ته د استراحت کولو زمینه برابروي 

د دې کار پایله دا ده چې د محکمې تر حکم مخکې – چې له ۶ تر ۱۴ میاشتو وخت نیسي – په سلګونو مهاجر په سړکونو کې شپه سبا کوي.

د استیناف غوښتنو ۵۰ سلنه یې مثبتې پایلې لري

ښاغلي یان مانزي زیاتوي: «[چارواکي] له دغو کسانو سره نه د ماشومانو بلکه د [بالغو] کسانو په توګه چلند کوي. دوی فکر کوي چې مهاجر خپل اصلي عمرونه پټوي. خو ولې دوی داسې ګومان نه کوي چې دغه کسان رښتیا وایي؟»

د یادو سازمانونو په حواله د ماشومانو د ساتنې کنوانسیون په رڼا کې هر هغه کس چې عمر یې کم دی ماشوم ګڼل کېږي. د نوموړي کنوانسیون له مخې د استیناف غوښتنو د ارزولو پر مهال چارواکي دنده لري چې مهاجرو ته رسیدګي وکړي، ځکه چې دوی «زیان منونکي» دي.  

سازمانونه دا هم وایي چې د دې کمپ د جوړولو موخه دا ده چې دولت او دیپارتمنتونه د ماشومانو د ساتنې کنوانسیون تطبیق کړي. د آغلې کورین تورې په خبره که څه هم دغه وضعیت سازمانونه او مهاجر ستړي کړي، خو تر څو چې د دغو کسانو ستونزې هوارې نه شي، دوی دلته پاتې کېږي. نوموړې زیاتوي چې د استیناف غوښتنو ۵۶ سلنه یې مثبتې پایلې لري.

کمپ کې مقررات. کرېډېټ: کډوال نیوز
د کمپ د تړلو وېره

بل پلو سازمانونه اندېښنه ښيي چې ممکن فرانسوي چارواکي دغه کمپ وتړي. دوی وایي چې تر دې دمخه یې هڅه کړې چې د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو سره وګوري او د کم سنه مهاجرو په هکله ور سره خبرې وکړي. خو نوموړی په دې اند دی چې کم سنه کسان باید د سرپناه ورکولو عملیاتو په ترڅ کې هغو استوګنځیو ته ورشي چې بالغ مهاجر پکې ژوند کوي.

د کورین تورې په وینا: «قومندان نه پوهېږي [چې څه وایي] او یا هم نه غواړي چې پوه شي. هغه یوازې غواړي چې کمپ وتړي، خو که چېرې د کمپ له تړلو وروسته مهاجر لادرکه شي، نو دوی یې باید مسولیت ومني.»

د بې سرحده داکټرانو مشر له مخې د کمپ ټول اوسېدونکي غواړي دلته پاتې شي. 

د کمپ اوسېدونکی ګینیایی مهاجر محمد*وایي: «د شپې له خوا هوا یخه ده او موږ پر ځمکې باندې خوب کوو، خو زه کم سن یم، ولې دوی باور نه کوي؟»


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې