دغه ۵۰ مهاجر تېره شپه د جولای ۷مه مالتا کې ښکته شول. کرېډېټ: دي ار
دغه ۵۰ مهاجر تېره شپه د جولای ۷مه مالتا کې ښکته شول. کرېډېټ: دي ار

د رپوټونو له مخې مالتایي چارواکو تېره شپه د تالیا په نامه تجارتي کښتۍ کې سپرو ۵۰ مهاجرو ته دې هیواد کې د کوزېدو اجازه ور کړه. یاده کښتۍ د جولای میاشتې پر ۳مه د مالتا په ساحلي اوبو کې تر ۵۰ ډېر کسان ژغورلي ول.

د تالیا په نامه تجارتي کښتۍ کې سپاره ۵۰ مهاجر تېره شپه مالتا کې ښکته شول. دغه کسان چې د سومالیا، سوډان، کېنیا، سوریې او ارېتریا دي له تېرې جمعې راهیسې د مالتا په ساحلي اوبو کې ایسار پاتې ول.

تر دې دمخه مالتا ویلي وو یوازې د اروپایي هیوادونو تر منځ د یادو مهاجرو پر وېشلو د موافقې په شرط دوی ته په خپله خاوره کې د ښکته کېدو اجازه ورکوي.

د یادې کښتۍ کپتان محمد کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي: «ډېر خوشاله یو او پر دې ویاړو چې خپله دنده مو ترسره کړه.» 

نوموړی زیاتوي چې یاد مهاجر د مالتایي چارواکو یوې بېړۍ په وسیله دې هیوا ته انتقال شوي دي. 

د ښاغلي محمد په حواله د رسنیو رپوټونه د دې سبب شو چې مالتایي چارواکي یادو مهاجرو ته پام وکړي او و یې مني. 

کډوال له کښتیه د کوزېدو پر مهال. کرېډېټ: دي ار
تالیا تېره جمعه د جولای ۳مه د ۱۲ ښځو او ځینو ماشومانو په ګډون د مالتا په ساحلي اوبو کې ۵۲ کسان وژغورل. که څه هم د یادو مهاجرو تر ژغورنې وروسته مالتایي چارواکو د کښتۍ کپتان سره په تماس کې ویلي وو چې د دغو کسانو د انتقالولو لپاره سیمې ته یوه بېړۍ استوي، خو خپله ژمنه یې عملي نه کړه.  

نور ولولئ: مالتا: تجارتي بېړۍ له ۵۰ مهاجرو سره مدیترانه کې بنده پاتې ده

تالیا وروسته بیا له خپلو ۵۰ مهاجرو سره د جمعې په شپه د لمپدوسا په لور روانه شوه. خو ایټالوي چارواکو هم یادې کښتۍ ته اجازه ور نه کړه چې ساحلي اوبو ته یې داخله شي. د همدې وجه تالیا بېرته مالتایي اوبو ته ستنه شوه.

د روانې اونۍ په پیل کې د تالیا کپتان کښتۍ کې د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و او زیاته یې کړې وه چې په داسې یو حالت کې د مهاجرو ترمنځ د شخړو د جوړېدو امکان شته.

نوموړي دا هم ویلي وو چې کښتۍ کې خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي.

 

نورې ليکنې