کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

پرون سه شنبه د اکس – ان – پرووانس سیمې د استیناف محکمې دوه فرانسوي سرتېري مارسی ښار کې د یو افغان مهاجر د غیرقانوني نیولو او وهل ټکولو په تور په بند محکوم کړل.

پرون سه شنبه د جولای ۷مه دوه فرانسوي سرتېري مارسی ښار کې د یو افغان مهاجر د نیولو او وهل ټکولو په تور په بند محکوم شول.

د اکس – ان – پروونس محکمې یو سرتېری په درې کلونو او بل په ۱۸ میاشتې بند محکوم کړي دي. همدارنګه یوه مېرمنه چې د امنیتي سرتېرو د مرستیالې په توګه یې کار کاوه په ۶ میاشتې تعلیقي بند محکومه شوې ده.

تر دې دمخه د مارسی ابتدایي محکمې دغه کسان په ۴ کلونو او ۱۸ میاشتې بند محکوم کړي ول.

«وېره مې درلوده چې مړ شم»

د مارسی ښار امنیتي کامرو د تېرې اپریل میاشتې په ۱۲مه نېټه د فرانسوي پولیسو له خوا د یو ۲۷ کلن افغان د نیولو شېبه ثبت کړه. دغه مهاجر چې د فرانسې اقامت کارت یې درلود د مارسی ښار پخواني بندر ته نږدې د پولیسو له خوا ونیول شو.

نوموړي پرون محکمې ته وویل چې پولیسو هغه له ښاره ۳۰ کیلومتره لرې انتقال کړ او تر وهلو ډبولو وروسته یې هماغلته پرېښود. ده زیاته کړه: «وېره مې درلوده چې مړ شم.»

«خلک څنګه پر پولیسو باور وکړي؟»

په همدې حال کې فرانسوي څارنوال تیرې ویلاردو پرون محکمه کې دغه دواړه سرتېري د یاد افغان مهاجر په غیرقانوني بندي کولو تورن کړل. هغه په خپلو ویناوو کې زیاته کړه: «خلک څنګه پر پولیسو باور وکړي؟»

په پای کې نوموړي له محکمې څخه غوښتنه وکړه چې دغه کسان «د اختطاف، جبري زنداني کولو، او عنف» په تور په بند محکوم کړي.

یاده پېښه د کورونا ویروس له امله د ټولبندیز پر مهال رامنځ ته شوه. یوه ورځ چې پولیسو مارسی ښار کې ګزمه کوله ځینو کسانو دوی ته وویل، یو افغان مهاجر وروسته له هغې پرې تو کړي چې دوی نوموړي ځوان ته د سګرت ورکولو ډډه وکړه.

پولیسو وروسته بیا یاد مهاجر ونیوه او شاتونوف - لې - مارتیګ سیمې ته یې نتقال کړ چې له ښاره ۳۰ کیلومتره فاصله لري. ۴۷ کلن سرتېري میشل برووینزانو، چې د محکمې له خوا په درېو کلونو بند محکوم شوی، د یاد مهاجر د وهلو ډبولو تورونو په منلو سره وویل چې هغه ورځ یې له خپله حده یې وتلې وه. 

دوی دغه راز د یو جعلي رپوټ په لیکلو سره ویلي وو چې نوموړي مهاجر یې د پولیسو کمیسارۍ ته انتقال کړی دی. 

 

نورې ليکنې