له ارشیف څخه: سرتېري د شمالي مقدونیې او یونان په ګډه پوله ګزمه کوي. کرېډېټ: جورج لیکوفسکي
له ارشیف څخه: سرتېري د شمالي مقدونیې او یونان په ګډه پوله ګزمه کوي. کرېډېټ: جورج لیکوفسکي

د شمالي مقدونیې پولیس وایي تېره سه شنبه له بلغاریا او یونان سره د دې هیواد په سوېلي پولو کې د یوې تېزرفتاره لارۍ په ټکر کې ۸ کسان ټپیان شوي دي. دغه لارۍ کې ۳۲ مهاجر سپاره ول.

پولیسو زیاته کړې، پېښه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې تېزرفتاره لارۍ لومړی له یوه موټر او بیا د سترومیکا ښار یوه پارکینګ کې له پارک شویو موټرو سره ټکر وکړ.

د چارواکو له مخې دغه لارۍ کې ۱۵ افغانان، ۹ پاکستانیان، ۶ بنګله دېشیان، یو سوریایی او یو عراقی مهاجر سپاره وو.

له پېښې وروسته ۸ مهاجر روغتون ته انتقال شوي چې د دوو تنو روغتیایي وضعیت یې نازک دی.

پولیسو پاتې مهاجر د ګېوجلیا ښار د کډوالو ترانزیتي مرکز ته انتقال کړي او تمه ده چې یونان ته یې وشړي.

۲۷ کلن موټروان چې د شمالي مقدونیې دی د انساني قاچاقو په شک نیولی شوی دی.

د یادولو ده چې له پېښې یوه ورځ مخکې د شمالي مقدونیې چارواکو په یوه لارۍ کې تر ۲۰۰ ډېر بنګله دېشي او پاکستاني مهاجر موندلي وو. 

نور ولولئ: شمالي مقدونیه: ۲۱۱ مهاجر په یوه لارۍ کې موندل شوي

که څه هم د یونان او شمالي مقدونیې ګډه پوله د روان کال په لومړیو میاشتو کې د کورونا ویروس کړکېچ له کبله تړل شوې وه، خو چارواکي وایي چې انساني قاچاق وړونکي لا هم په یاده سیمه کې فعال دي او اروپایي هیوادونو ته د هغو کسانو د انتقالولو لپاره هڅه کوي چې د ترکیې له لارې یې ځانونه یونان ته رسولي دي.

 

نورې ليکنې