په موريا کمپ کي اوسېدنکو مهاجر ماشومانو کي رواني ستونزي زياتي دي
په موريا کمپ کي اوسېدنکو مهاجر ماشومانو کي رواني ستونزي زياتي دي

د بې سرپرسته او يوازي کمسن مهاجرو يوه ډله چي له يونان څخه پورتګال ته ولېږدول سول، يو قدم خوندي ژوند ته نژدې سول. خو په لسهاؤ زره نور ماشومان په يونان کي د سترو ستونزو سره مخامخ دي.

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۷مه) له اتن څخه پورتګال ته ۲۵ ماشومان انتقال کړل سول. دا له ۱۶۰۰ بې سرپرسته کمسن مهاجرو له هغې ډلې څخه يوه کوچنۍ برخه وه چي بايد له بيلو اروپايي هيوادونو له خوا د يونان له ټاپوګانو څخه ومنل سي. پورتګال ژمنه کړې چي ۵۰۰ دغو کمسن مهاجرو ته به سرپناه ورکوي.

 د ماشومانو د حقونو سازمانونو د ۱۶۰۰ بې سرپرسته کمسن مهاجرو د تبديل مکان له اروپايي پلان څخه هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو د يونيسېف سازمان له قوله د هغه باوجوده په يونان کي تر ۴۳۰۰۰ څخه زيات ماشوم مهاجر بند پاته وي.

 اکثره ياد ماشوم مهاجر په تر ګواښونکي اندازې په ډکو هغو مهاجر کمپونو کي بند پاته دي چي د آژې په سمندر کي په يوناني ټاپوګانو کي واقع دي. له دغو مهاجرو کمپونو څخه تر ټولو لوی يې د موريا کمپ دی چي په ليسبوس ټاپو کي جوړ دی.

 دا چي په دغو کمپونو کي ماشوم مهاجر د هغوی رواني روغتيا ته ورپيښو ګواښونو تر څنګ د څه ډول نورو فزيکي ګواښونو سره هم مخامخ دي، له يوې تازه پيښي څرګنديږي. په دغه پېښه کي د موبايل تليفون د غلا کولو د تور په شخړه کي تاوتريخوالی رامنځ ته سو او په نتيجه کي يې يوه اونۍ تر مخه په يو اخ و ډب کي د عاج ساحل يو ۱۹ کلن مهاجر ووژل سو.

 کاتارينه سراهولکوفا د ماشومانو ارواپوهه ده او د بې پولې ډاکټرانو سازمان سره په ليسبوس کي همکاري کوي. هغه وايي چي د کويد ۱۹ له کبله لاک ډاون په تکراري توګه په مهاجر کمپونو کي تمديديږي او په تيرو مياشتو کي له دې کبله پر اوسېدونکو ذهني فشارونه زښت زيات سوي دي.

 سراهولکوفا په وينا د موريا کمپ په کلينيک کي اوږدو ليسټونه سته چي دا د هغو مهاجرو دي چي د رواني ستونزو له کبله د روان پوهانو سره د کتنې په انتظار دي. د هغې په وينا په دغو رواني ستونزه لرونکو کي ماشومان هم شامل دي چي پکښي تر ټولو کشر يې يو کلن ماشوم دی. د هغې په وينا مور او پلار ورته رجوع کوي چي ماشوم يې د بديدو بستر ته نه ځي او يا له سره بديدلای نه سي.

 سراهولکوفا زياتوي: «دمګړی د هغو واليدينو او ماشومانو شمېر مخ په زياتېدو دی چي شکايت کوي چي ورباندي د پانيک يا وارخطايي دورې راځي. د دې تر څنګ په ځوانو کسانو کي د ځان ته زيان رسولو او يا حتی د ځانوژنې هڅې زياتي سوي دي

  د رواني چارو کارپوهه زياتوي چي مېندي او پلرونه مخ په زياتېدونکې توګه په خپلو ماشومانو کي د غوصې او اعصاب خرابۍ له چلن څخه شکايتونه کوي. دغه کارپوهه واييکه زه د لاک ډاون مخکي وضعيت او وروسته وضعيت سره پرتله کړم نو مخکنۍ وضعيت هم په رشتيا د خلکو له پاره ډېر سخت ؤ. خو زه اوس بدلون احساسوم چي د روان سره تړلي ستونزي ډېري سوي او جدي سوي دي

 د بې پوله ډاکټرانو د سازمان سره همکاري کوونکې دغه مېرمنه وايي چي په کمپ کي اوسېدونکي اوس تر پخوا ژر بې حوصله کيږي او په تاوتريخوالي کي هم زياتوالی راغلی دی. هغه زياتويهغه ماشومان چي د ګواښ سره مخامخ دي (مجروح کېدونکي دي) هغوی د اوسېدنې د وضعيت سره تر لا زيات ذهني فشار لاندي دي

د دغې کارپوهې په وينا ماشومان د پوست تراوماتيک يا د رواني ژوبلي د ربړي سره مخامخ کېدونکو نورو کسانو په پرتله تر اوږدې مودې پوري له دغې ژوبلي کړيږي. هغه وايي: «دا څرګنده ده چي د اوسېدنې د دا ډول ځای وضعيت د ماشومانو په دننه کي ډېر زيانونه رامنځ ته کوي.» د سراهولکوفا په وينا هغه دا هيله لري چي د دې خپل ماشومان او په همدې شان په کمپ کي اوسېدنکي مهاجر ماشومان په داسي يو ځای کي ژوند وکړي چي مسؤن وي او چيري چي د دوی سره دا بيره نه وي مل چي کوم زيان به ور ورسيږي. دغه کارپوهه پر دې هم ټينګار کوي چي د دې له پاره چي دغه ماشومان وروسته د ټولنې له پاره رغنده غړي ثابت سي، بايد د هغوی د تعليم او تربيې غم وخوړل سي.

 سراهولکوفا وايي: «زه په کمپ کي د اوسېدونکو له پاره د مصونيت، تعليم او فعاليت هيله لرم او د يو ښه راتلونکي او د اميدونو. دا ځکه چي دمګړی زيات کسان اوس د اميدونو او هيلو د بايللو په حال کي دي او فکر کوي چي د هميشه له پاره به په کمپ کي لاک ډاون وي

 

نورې ليکنې