د عملیات پر مهال د پولیسو او مهاجرو ترمنځ شخړه جوړه شوې. کرېډېټ: رویترز
د عملیات پر مهال د پولیسو او مهاجرو ترمنځ شخړه جوړه شوې. کرېډېټ: رویترز

نن جمعه سهار وختي د کالې ښار په دون صنعتي سیمه کې امنیتي ځواکونو د مهاجرو د کمپونو د خالي کولو عملیات پیل کړل. د سازمانونو په حواله د عملیات پر مهال د مهاجرو او پولیسو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې دي.

نن جمعه د جولای میاشتې ۱۰مه امنیتي ځواکونو د کالې ښار د دون سیمې په هوت او موېت سړکونو کې د مهاجرو  د کمپونو د خالي کولو عملیات پیل کړل.

د پا دو کالې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې «۵۱۹ مهاجر په ۱۶ سرویسونو کې د هوت دو فرانس او نورو فرانسوي سیمو ته انتقال شوي دي.» خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ۱۳ کسان د هرکلي او ټولنیز ادغام مرکزونو ته استول شوي دي. همدا شان امنیتي ځواکونو ۲۰ بې سنده مهاجر نیولي چې اداري توقیف خونو ته به لېږدول کېږي. 

په ورته مهال کالې ښار کې د سلام سازمان غړې یولن بردنارد کډوال نیوز ته وایي: «هوت او موېت سړکونو کې د مهاجرو کمپونو د تړلو عملیات تاوتریخجن وو. ځینو مهاجرو نه غوښتل چې سرویسونو کې سپاره شي، نو ځکه له سیمې څخه یې د تللو لپاره هڅې وکړې. خو امنیتي ځواکونو دغه کسان ونیول.»

هغه زیاتوي چې پولیسو پر مهاجرو اوښکې بهوونکی ګاز وکاروه او مهاجرو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل. 

د آغلې یولن په حواله ننني عملیات د «انسانانو د شکار» په څېر وو. حال دا چې په اصل کې مهاجر حق لري چې سرویسونو کې سپاره شي او یا ترې ډډه وکړي. 

نوموړې دا هم وایي چې داسې عملیاتونه کومه ګټه نه لري ځکه چې لږه موده وروسته مهاجر بېرته کمپونو ته راځي.

د یادې رضاکارې په خبره چې اوس هم کالې ښار کې ۳۰۰ مهاجر پاتې دي. ځکه چې د پولیسو تر عملیات وروسته د سلام سازمان کارکوونکو ښار کې ګزمه وکړه او پر نږدې ۳۰۰ کسانو یې ډوډۍ ووېشله.  

په تېرو څو میاشتو کې دا کالې ښار کې د مهاجرو کمپونو د خالي کولو تر ټولو لوی عملیات دي.

تر دې د مخه د کډوالو حقونو مدافع بنسټونو لکه یوتوپیا ۵۶ ویلي وو چې کالې کې د مهاجرو شمېر ۱۲۰۰ کسانو ته رسېږي. خو د حکومتي چارواکو په حواله د یاد ښار په کمپونو کې یوازې ۷۰۰ تر ۷۵۰ مهاجر اوسېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: کالې ښار کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ مهاجر په سړکونو شپه سبا کوي 

دوی زیاتوي چې په تېرو وختونو کې کالې کې د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

کمپونو ته کورونا ویروس ته ځانګړو شوېو مرکزونو څخه د مهاجرو بېرته ګرځېدنه، د پولې پرانیستل کېدو او د مانش کانال له لارې برتانیا د ورتګ لپاره کامیابې هڅې د مهاجرو د شمېر د زیاتوالي سبب شوې دی.

 

نورې ليکنې