تېره یکشنبه د فرانسې او برتانیا د کورنیو چارو وزیرانو مانش کانال کې د انساني قاچاق پر وړاندې د یو استخباراتي واحد د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه. دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شنبې راهیسې فرانسوي ځواکونو یاد کانال کې په لسګونو مهاجر ژغورلي دي.
د فرانسې او برتانیا ترمنځ مانش کانال کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نوی واحد. په داسې حال کې چې نن سبا د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، پرون یکشنبه د جولای میاشتې ۱۲مه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن له خپلې برتانوۍ سیالې پریتي پاتل سره یاد کانال کې د مهاجرو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې هوکړه وکړه.
Pleased to meet newly appointed French Interior Minister @GDarmanin to discuss the unsustainable levels of illegal migration across the Channel.
— Priti Patel (@pritipatel) July 12, 2020
We signed a new agreement to create a joint intelligence cell which will crack down on gangs behind vile people smuggling operation. pic.twitter.com/t60e60sxP9
ښاغلي دارمنن د کالې پخواني ځنګل ته څېرمه یوې خبري غونډې ته وویل: «د لومړي ځل لپاره ۶ برتانوي او ۶ فرانسوي سرتېري کوکل سیمه کې د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه کولی شي.»
د نوموړي په حواله قاچاق وړونکي «هغه کسان دي چې له مانش کاناله د تېرېدونکو انسانانو له مجبوریت څخه ناوړه څخه ګټه اخلي، خو تر اوسه یې په کافي توګه سزا نه دی لیدلې.»
ویل شوي چې د یادې ډلې فعالیتونه به «په عاجله توګه» پیلېږي.
ښاغلي دامنن دا هم وویل چې د فرانسې حکومت د کالې اوسېدونکو، ساحلي سیمو او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي ترڅو دوی د نظم د بېرته ټینګولو په موخه له برتانوي چارواکو سره اړیکه ولري.
بل پلو ښاغلي دامنن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې واحد دنده به دا وي چې یو له بل سره د قاچاقي ډلو په اړه معلومات شریک کړي.
Signature d'un accord avec @pritipatel pour créer une cellule franco-britannique de renseignement.
— Gérald DARMANIN (@GDarmanin) July 12, 2020
Elle permettra à nos services respectifs de partager de manière opérationnelle les informations qu’ils détiennent, en particulier sur les filières de passeurs. pic.twitter.com/zI4XFN00Hl
مانش کې په سلګونو مهاجر ژغورل شوي
دا په داسې حال کې ده چې پرون یکشنبه فرانسوي چارواکو مانش کانال کې د بېلابېلو عملیاتو په پایله کې نږدې ۶۰ مهاجر وژغورل چې په کوچنیو کښتیو کې سپاره ول او برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کولې.
دوی ټول د فرانسې سرحدي پولیسو او روغتیایي چارواکو ته سپارل شوي دي.
د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ په حواله تېره شنبه ۲۱ تنه نور په داسې حال کې له مانش کانال څخه وژغورل شول چې غوښتل یې برتانیا ته واوړي.
د یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې شپې په ۲ بجو د ګرې نې سیمې د نظارت او ژغورنې عملیاتي مرکز پا دو کالې کې د داسې یوه بېړۍ په اړه اطلاع تر لاسه کړه چې ۴ مهاجر پکې سپاره ول او سمندر کې یې له خپل مسیر څخه منحرفه شوې وه.
دغه کسان چې د بدن د حرارت درجه یې ټیټه شوې وه د فرانسوي ځواکونو له خوا وژغورل شول.
دغه راز د شپې په ۳ بجو یو بل مهاجر له یاد مرکز سره په تماس کې وویل چې له ځینو نورو کډوالو سره په سمندر کې بند پاتې دی او مرستې ته اړتیا لري.
یاده بېړۍ کې چې ماشین یې له کاره لوېدلی و ۱۳ کسان سپاره ول.
[#Opération] Sauvetage de plusieurs embarcations de migrants au large de Calais (62) par la vedette Eulimène de la gendarmerie nationale de Calais et le PSP Flamant de la @MarineNationale sous la coordination du #CROSS Gris-Nez ➡️ https://t.co/hKXyVI7Wba pic.twitter.com/2mmeUah13J
— Préfecture maritime Manche et mer du Nord (@premarmanche) July 11, 2020
همدا شان د ورځې په ۹ بجو ګرې نې مرکز ته یوې بلجیمۍ بادبان لرونکې کښتۍ د یوې داسې بېړۍ په اړه خبر ورکړ چې ۴ مهاجر پکې سپاره ول.
دغه مهاجر د کالې د ملي ژاندارمري سمندري څانګې ژغورلي دي.
کالې د فرانسې هغه سرحدي ښار دی چې برتانیا ته تلونکي ډېری مهاجر پکې ژوند کوي. که څه هم تېره جمعه فرانسوي ځواکونو یاد ښار کې د مهاجرو د کمپونو د خالي کولو عملیات ترسره کړل او تر ۵۰۰ ډېر مهاجر یې د هوت دو فرانس سیمې استوګنځیو ته انتقال کړل، خو سازمانونه وایي چې لا هم یاد ښار کې نږدې ۳۰۰ مهاجر پاتې دي.