د راپورونو له مخې تېره جمعه د پاریس د اوبرویلیې سیمې په کانال سن – دني کې یو سوډانی مهاجر ډوب شوی دی. د یاد کانال په غاړه له ۸۰۰ ډېر کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي.
د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې د دغه مهاجر مړی د جمعې په سهار موندل شوی دی خو دا معلومه نه ده چې هغه ولې سن دني کانال ته غورځېدلی دی.
تر اوسه د یاد مهاجر د عمر او هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په ورته مهال د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټ یا سولیداریتي مایګرنتس ویلسون رضاکار فیلیپ کارو چې یاده سیمه کې پر کډوالو خواړه وېشي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، نورو مهاجرو نه غوښتل چې هغه ته د پېښې څرنګوالي په اړه معلومات ور کړي. خو دوی ور ته دومره ویلي چې دغه سړي رواني ستونزې درلودې و او لامبو یې نه وه زده.
د پولیسو د شمېرو له مخې ډمګړی د اوبرویلیې او سن دني ترمنځ د یاد کانال پر غاړه نږدې ۸۰۰ کسان تر خیمو لاندې شپه سبا کوي.
د ښاغلي کارو په حواله که څه چارواکو څو ځله د مهاجرو کمپونه تړلي دي، خو لږ وروسته کډوال بېرته یادې سیمې ته ورځي. هغه زیاته کړې چې له یوې میاشتې راهیسې سیمه کې د مهاجرو شمېر مخ په ډېرېدو دی او د اوړي په رسېدو سره به نور هم زیات شي.