د یونان او شمالي مقدونیې ګډه پوله. کرېډېټ: ایماګو، زوما پرېس
د یونان او شمالي مقدونیې ګډه پوله. کرېډېټ: ایماګو، زوما پرېس

د شمالي مقدونیا پولیس وایي چې د دې هیواد شتیپ ښار ته نږدې ترافیکي پېښه کې ۱۱ مهاجر سخت ټپیان شوي دي.

د شمالي مقدونیا پولیسو په حواله تېره یکشنبه یوه موټر چې لس پاکستاني او یو افغان کډوال پکې سپاره ول له یوې لارۍ او وروسته بیا له یو بل موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې نوموړي مهاجر سخت ټپیان شوي دي.

پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل چې پېښه کې ټپي شوي مهاجر روغتون کې بستري شوي دي. خو موټر چلوونکی چې په انساني قاچاق تورن دی د پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی. 

له تېرې اونۍ راهیسې دا دریم ځل دی چې د شمالي مقدونیا پولیس د هغو ترافیکي پېښو په اړه خبر ورکوي چې مهاجر پکې شامل دي.

د اروپا د پولې ساتنې اژانس یا فرانتکس په حواله په تېرو څو میاشتو کې سوېلي بالکان د مهاجرو پر فعال مسیر بدل شوی دی.

که څه هم د روان کال په لومړیو میاشتو کې د یونان او شمالي مقدونیې ګډه پوله د کرونا ویروس کړکېچ له امله تړل شوې وه، خو چارواکي وایي چې د انساني قاچاقو ډلې لا هم په سیمه کې فعالې دي.

 

 

نورې ليکنې