ښاغلي سي سیمې ته د پولیسو تر رسېدو مخکې بس ته اور اچولی و. کرېډېت: رویترز
ښاغلي سي سیمې ته د پولیسو تر رسېدو مخکې بس ته اور اچولی و. کرېډېت: رویترز

د راپورونو له مخې هغه سېنګالی الاصله ایټالوی چې د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې یې مدیترانه کې د مهاجرو د وضعیت پر وړاندې د اعتراض په توګه نږدې ۵۰ کمسنه زده کوونکي برمته کړي وو، د محکمې له خوا په ۲۴ کاله بند محکوم شوی دی.

د میلان محکمې نن چهارشنبه سنېګالی الاصله ایټالوی اوسېنو سي «د ترهګریز هدف لپاره د [ماشومانو] د نیول کېدو» په تور په ۲۴ کاله بند او جبري کار محکوم کړ.

اوسېنو سي د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د ایټالیا میلان ښار ته نږدې ۵۱ زده کوونکي برمته کړي وو. نوموړي سرویس کې د ټولو سپرو کسانو د تېلېفونونو تر اخیستو وروسته ښوونکو ته یې ګواښ کړی و چې د ماشومانو لاسونه په کېبل وتړي.

که څه هم دا حالت نږدې ۴۰ دقیقې دوام وکړ، خو ښاغلي سي سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وروسته موټر ته اور واچاوه.

نوموړي هغه مهال رسنیو ته ویلي وو چې نه یې غوښتل چا ته زیان ور واړوي. هغه زیاته کړې وه: «ما په مدیترانه کې د ډوب شویو ماشومانو غږونه اورېدل. دوی را ته وویل چې باید یو حیرانوونکی کار وکړم. خو داسې یو کار چې په پایله کې یې ماشومانو ته زیان و نه رسېږي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: ایټالیا: هغه بس چلوونکی چې ۵۱ ماشومان یې برمته کړي وو، مدیترانه کې د ډوب شویو ماشومان غږونه اورېدلي 

د ایټالوي رسنیو په راپورونو کې دا هم راغلي وو چې ښاغلي سي غوښتل ماشومان د انساني سپر په توګه وکاروي او افریقا ته وتښتي.

د پېښې پر مهال مراکشي کډوال آدم الحمامي وتوانېد چې خپل تېلېفون پټ کړي او ۱۳ کلن مصري کډوال رامي شحاته هڅه وکړه چې پلار ته یې اطلاع ورکړي.

د ایټالیا حکومت دغو دواړو ماشومانو ته د ۲۰۱۹ په جون میاشت کې ایټالوی تابعیت ورکړ.  

 


 

نورې ليکنې