یاد ۱۳ مهاجر د روم ښار دغه روغتون ته انتقال شوي. کرېډېټ: ګوګل استریت ویو
یاد ۱۳ مهاجر د روم ښار دغه روغتون ته انتقال شوي. کرېډېټ: ګوګل استریت ویو

ایټالوي چارواکو پرون چهارشنبه په کورونا ویروس اخته ۱۳ مهاجر د کالابریا سیمې له امانتیا ښار څخه د روم یو نظامي روغتون ته انتقال کړل. په ورته مهال د کالابریا چارواکي وایي چې له سمندره ژغورل شوي مهاجر باید د ایټالیا په بندرونو کې قرنطین شي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه د جولای ۱۵مه په کورونا ویروس اخته ۱۳ مهاجر د کالابریا سیمې له امانتیا ښار څخه د پلازمېنې روم یوه نظامي روغتون ته انتقال کړي دي.

په همدې حال کې د کالابریا سیمې والي جول سانتېلي ویلي: «زه د کورنیو چارو وزارت دا اقدام ستایم خو [د کورنیو چارو وزیره] لوسیانا لامورجیز ښه پوهېږي چې ستونزه لا هواره شوې نه ده. د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره داسې سمندري واحدونو ته اړتیا شته چې مهاجرو ته روغتیایي خدمات برابر کړي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: ایټالیا: د کالابریا اوسېدونکو د دې سیمې یوه ودانۍ کې په کورونا د اخته مهاجرو د قرنطین پر ضد مظاهرې کړې

نوموړي له حکومته غوښتي چې له مدیترانې څخه ژغورل شوي ټول مهاجر دې بندرونو کې قرنطین کړي.

ایټالیا ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر زیات شوی

په تېرو څو اونیو کې د اوشېن وایکنګ او سي واچ۳ له خوا ژغورل شوي سلګونه مهاجر د سیسیل په ساحلي اوبو کې په یوه تفریحي کښتۍ کې قرنطین شوي وو. خو دغه ۱۳ مهاجر د هغو ۷۰ بنګله دېشیانو په ډله کې شامل وو چې له سمندره تر ژغورل کېدو وروسته کالابریا سیمې ته انتقال شوي ول.

تېره یکشنبه د امانتیا اوسېدونکو یاد ښار ته د دغو مهاجرو د انتقال پر وړاندې د اعتراض په توګه د ایټالیا یوه لویه لار وتړله. دوی بیا د دوشنبې په ورځ د ښار دننه لاریون وکړ.

دغو کسانو ګواښ کاوه چې که یاد مهاجر له ښاره و نه ایستل شي، دوی به لارې تړي او خپلو لاریونونو ته به دوام ورکوي.

د ځایي رسنیو په حواله پولیسو له دغه استوګنځي څخه د مهاجرو د وتلو د مخنیوي لپاره ودانۍ مخ ته پوسته جوړه کړې. راپورونو کې دا هم راغلي چې چارواکي د نظم د ټینګولو لپاره یاد ښار ته د سرتېرو د استولو پر پلان غور کوي.

ایټالیا یوه له هغو هیوادونو ده چې د کورونا ویروس وبا له امله ډېر زیان لیدلی. دغه راز په تېرو څو اونیو کې ګڼو مهاجرو له لیبیا او تونس څخه ځانونه دې هیواد ته رسولي دي. تېره اونۍ نږدې ۱۰۰۰ د ایټالیا په لمپدوسا ټاپو کې ښکته شول. د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په حواله د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جولای تر ۱۳مه ۸۹۸۸ مهاجر ایټالوي بندرونو ته رسېدلي دي.

 

نورې ليکنې