د فرانسې په شمال کي يو ځوان مهاجر| Photo: Reuters archive
د فرانسې په شمال کي يو ځوان مهاجر| Photo: Reuters archive

د دبلن تړون او اصولو په رڼا کي کوم وخت مهاجر له يو هيواد څه بل ته اخراجېدلای سي؟ دغه او ورته پوښتنو ته جوابونه په دغه مطلب کي لوستلای سئ.

د دبلن مقررات چي بعضي وخت ورته د «دبلن تړون» يا «دبلن ۳» يا د «دبلن اصول» خطاب هم کيږي د اروپايي اتحاديې له قوانينو يوه برخه ده. دغه مقررات دا خبره روښانه کوي چي د تړون کوم غړی هيواد د يو پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د ارزولو مسؤليت په غاړه لري. عموما هغه هيواد چي له لاري يې د لومړي ځل له پاره يو پناه غوښتونکی اروپا ته داخل سوی وي، بايد د دغه کس پناه غوښتنه وارزوي. 

د دغو مقرراتو مقصد د دې مخنيوی کول دي چي پناه غوښتونکي پر يو وخت د دبلن د تړون په بيلو غړو هيوادونو کي د پناه غوښتنه ونه کړي. د دبلن د تړون په غړو کي د اروپايي اتحاديې د ټولو غړو هيوادونو تر څنګ ايسلند، ناروې، سويس او ليشتنشتاين هيوادونه هم شامل دي. د دغه تړون غړو هيوادونو ته د «دبلن هيوادونو» خطاب هم کيږي. بريتانيه چي نوره د اروپايي اتحاديې غړی هيواد نه دی، بيا به هم د ۲۰۲۰ کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټي پوري د دبلن تړون ته مکلف وي. 

د کويد ۱۹ پر وخت د دبلن مقرراتو سره څه وسول؟ 

د ۲۰۲۰ کال په مارچ مياشت کي د کرونا د مخنيوي په خاطر د اکثرو اروپايي هيوادونو تر منځ سفرونه بند سول. په داسي حال کي چي د دبلن مقررات لا پر ځای پاته ول، خو په عملي توګه د مارچ له منځ څخه د دبلن تړون د غړو هيوادونو تر منځ د پناه غوښتونکو تبادله ودرول سوه. 

د جون په مياشت کي په اروپا کي پر سفر محدوديتونه کمېدل پېل سول او په دې توګه نو د دبلن مقرراتو له مخي د پناه غوښتونکو د تبادلې کارونه هم بېرته ممکن سول. د پناه غوښتنې له پاره د اروپايي مرستندويه دفتر د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۴مه نېټه و مهاجر نيوز/انفومايګرنټس ته وويل: «غړو هيوادونو داسي اشاره ورکړې ده چي په راتلونکو اونيو کي د ځايي عامه صحي محافظتي اصولو په پام کي نيولو سره د دبلن مقرراتو په رڼا کي د زياتو پناه غوښتونکو د لېږدونو پلان لري 

مهاجر نيوز / انفومايګرنټس د کويد ۱۹ له خپرېدو مخکي د حقوقي چارو له کارپوه څخه هغه پوښتنې وکړې چي د فيسبوک له لاري د دبلن د مقرراتو په هکله کتونکو کړي وې. خو مهاجر نيوز دغه جوابونه اوس خپروي ځکه چي د دبلن مقرراتو عملي کېدل بېرته پېل سوي دي. 

د دبلن مقررات 

دا چي د پناه غوښتونکي د پناه ارزونې مسؤليت د کوم هيواد په غاړه دی، د دې له پاره يو شمېر مخلق او د وخت سره تړلي حدود ټاکل سوي دي. هغه بنيادي مقررات يا اصول په لاندي توګه دي: 

ـ که تاسو اروپا ته د دبلن تړون د غړي «الف» له لاري داخل سئ او هلته ستاسو څخه د ګوتو نخښي واخيستل سي او بيا تاسو د دبلن تړون په بل هيواد «ب» کي د پناه غوښتنه وکړئ، نو «ب» هيواد له «الف» هيواد څخه غوښتنه کوي چي تاسو ورڅخه واخلي او ستاسو د پناه غوښتنه وارزوي.

ـ که ستاسو د پناه غوښتنه په يو دبلن هيواد کي په حتمي توګه رده سي او تاسو بل دبلن هيواد ته ولاړ سئ او هلته د پناه غوښتنه ونکړئ نو تاسو  خپل اصلي هيواد يا هغه هيواد ته چي تاسو يې دايمي اقامه لرئ او يا هم دريم خوندي هيواد ته اخراج کيدلای سئ.

ـ که يو دبلن هيواد ستاسو د پناه غوښتنې د ارزولو له پاره ځان چمتو وښيي نو تاسو له دغه چمتو والي ښودنې څخه پېلېدونکې د شپږو مياشتو په موده کي هلته انتقال کيدلای سئ. خو که تاسو د دغه چمتو ښودنې پر ضد حقوقي دعوا وکړئ نو د محکمه د شپږو مياشتو په جريان کي فيصله کوي چي ايا تاسو انتقال کړل سئ که نه. د شپږو مياشتو ياد ميعاد ۱۸ مياشتو ته اوږديږي که تاسو له چارواکو ځان پټ کړئ. که تاسو زنداني سئ نو بيا د ۶ مياشتو ميعاد ۱۲ مياشتو ته اوږديږي چي په ترڅ کي يې تاسو بل دبلن هيواد ته لېږدول کيدلای سئ.

ـ  تاسو د دې حق لرئ چي وواياست چي نه غواړئ بل دبلن هيواد ته ولېږدول سئ. دا کار تاسو د «حقوقي دعوې» په مرسته کولای سئ او يا د «بيا کتنې» د غوښتنې له لاري. تاسو کولای سئ چي د حقوقي دعوې او يا بيا کتنې د غوښتنې په جريان کي ستاسو د بېرته انتقال د حکم د توقف کېدلو غوښتنه وکړئ. دا چي ايا تاسو بايد حقوقي دعوه وکړئ که نه، بايد په هکله يې تاسو د يو وکيل سره مشوره وکړئ.

ـ که چارواکي دې نتيجې ته ورسيږي چي د دې لوی احتمال سته چي تاسو و بل دبلن هيواد ته د لېږدول کېدنې څخه د بچ کېدو له پاره تښتېدل غواړئ، نو چارواکي کولای سي چي تاسو په توقيف/بند کي واچوي. تاسو پر دغه توقيف د بيا کتنه کولو غوښتنه کولای سئ. 

د آلمان په زوست ښار کي واقع له دارلوکاله زوست څخه وکيل او د حقوقي چارو کارپوه، البېرت زومرفېلد، د لاندنيو سوالونو جوابونه ويلي دي. د مدني آزاديو او حقونو له پاره د ايتالوي اتحاد سازمان څخه لورېندېنا او ګينارو سانتورو او د پروازيول سازمان څخه ديرک مورلوک د دغو پوښتنو په تړاو خپل رغنده مشورې راکړي دي. 

پوښتنه: که يو پناه غوښتونکی د اروپايي اتحاديې يو هيواد ته د داخلېدو وروسته بېرته له اروپايي اتحاديې دباندي بل هيواد (لکه ترکيه) ته ولاړ سي او له هغه ځای څخه بېرته اروپايي اتحاديې خو بل غړي هيواد ته راسي نو څخه کيږي؟
البېرت زومرفېلد: د دبلن تړون غړي هيوادونه د ورداخل سوي مهاجر د پناه غوښتونې د ارزونې مکلفيت نور نه لري که اړونده مهاجر تر درو مياشتو څخه زيات وخت د دغه هيواد له پولو دباندي تيری کړي. پناه غوښتونکی بايد ثابته کړي چي د اروپايي اتحاديې د غړو هیوادونو څخه بيرون وتلی ؤ او د پولو دباندي يې تر ۳ مياشتو زيات وخت تېر کړی دی. که دا ثابته نه کړلای سي نو بيا بېرته د دبلن اصول عملي کيږي. 

سوال: زه د اروپايي اتحاديې يو غړي هيواد ته ورسېدم او بيا مي د يادي اتحاديې په بل هيواد کي د پناه غوښتنه وکړه. ايا زما د پناه غوښتنې دوسيه به ومنل سي؟ که نه منل کيږي، نو بايد څه وکړم؟
البېرت زومرفېلد: يو پناه غوښتونکی دا انتخاب نه لري چي د اروپايي اتحاديې په کوم هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي. په اصل کي هغه هيواد چي تاسو يې له لاري اروپايي اتحاديې ته داخل سوي ياست د دبلن مقرراتو په رڼا کي ستاسو د پناه غوښتنه بايد وارزوي. که تاسو د يو هيواد له لاري اروپا ته داخل سوي ياست او بيا مو په بل اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه کړې ده، نو پر تاسو د دبلن مقررات تطبيقيږي او تاسو هغه لومړي هيواد ته بېرته لېږدول کيږی د کوم له لاري چي اروپا ته داخل سوي واست. خو دا چي د دبلن تړون دمګړی په بشپړه توګه فعال نه دی، نو ښايي تاسو د بيلو دلايلو پر اسا خپلې خوښي په هيواد کي د پناه غوښتنه وکړلای سئ. خو دغه معلومه، دقيقه او حتمي لاره نه ده. که تاسو په يو هيواد کي قبولي ترلاسه کړئ نو بیا تاسو نور د دبلن تړون برخه نه ياست. دا ځکه چي بل هيواد ښايي ستاسو د بلې پناه غوښتنې د ارزولو څخه انکار وکړي. 

سوال: په يونان کي زما د ګوتو نخښي واخيستل سوې. که زه د اروپايي اتحاديې بل غړي هيواد ته ولاړ سم، نو ايا دبلن مقررات به پر ما تطبيق کړل سي؟
البېرت زومرفېلد: هو يقينا. دا چي ايا تاسو بېرته يونان ته لېږدول کيږي که نه ښايي په سياسي غور و فکر هم اړه ولري.

سوال: زه کورواسيا/خرواټ ته راغلم او زما څخه د ګوتو نخښي واخيستل سوې که څه چي ما د پناه غوښتنه ونکړه. بيا زه اتريش ته ولاړم او هلته مي د پناه غوښتنه وکړه خو زما غوښتنه رده کړل سوه او راته وويل سول چي بايد د خپلي پناه غوښتنې سره کورواسيا ته ولاړ سم. ايا تاسو ماته کومه لارښوونه کولای سئ؟
البېرت زومرفېلد: د ځايي وکيل سره تماس ونيسئ. دا حقيقت چي تاسو تر کورواسيا تېر سوي ياست ښايي د دې له پاره بسيا وکړي چي کورواسيا ستاسو د پناه غوښتنې د دوسيې څېړلو مسؤل هيواد وګڼل سي.

کورنۍ

د دبلن مقرراتو له مخي هغه پناه غوښتونکې کورنۍ چي غړي يې په بيلو اروپايي هيوادونو کي سره ويشل سوي وي، د هغوی د پناه غوښتنې پر وخت سره يوځای کېدلای سي. هغه ماشوم مهاجر چي يوازي وي کولای سي چي په اروپا کي د اوسېدونکي خپل مور او پلار، قانوني سرپرست، ورور يا خور، اکا، ماما، خاله، عمه او يا نيکه او انا سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړي. بالغ پناه غوښتونکي د ژوند د خپل شريک/شريکي/ماشومانو سره د يوځای کېدو له پاره غوښتنه کولای سي که يې اړونده د کورنۍ کس په بل دبلن هيواد کي پناه غوښتونکی وي او يا ورته د دويمي درجې قبولي ورکول سوې وي.

 سوال: که په يونان کي د يو چا د ګوتو نخښي اخيستل سوي وي او هغه هلته د پناه غوښتنې مرکه هم لرلې وي خو منفي جواب يې په لاس راوړی وي او ايا بيا هم کولای سي چي د خپلي کورنۍ سره د اروپايي اتحاديې په بل کوم هيواد کي د سياسي پناه غوښتنه وکړي؟ ايا د دبلن مقرراتو په رڼا کي د دې له پاره کوم امکانات سته؟
البېرت زومرفېلد: د دبلن مقررات پر ټولو پناه غوښتونکو د تطبيق وړ دي. د دغو مقرراتو له مخي څوک صرف يو ځل او صرف په يو هيواد کي د پناه غوښتنه کولای سي. که تاسو بل هيواد ته ولاړ سئ نو ښايي تاسو بېرته هغه لومړي هيواد ته ولېږل سئ چيري چي مو د پناه غوښتنه رده سوې وه.

 سوال: که زه اروپا ته ځان ورسوم او هلته يو زوی ولرم چي مخکي لا هلته ژوند کوي، نو ايا ماته به پناه راکړله سي؟
البېرت زومرفېلد: دا فرق کوي. د بعضو شرايطو پر اساس په اروپا کي د زوی لرل د ويزې يا د اقامې د ترلاسه کولو سبب کيدلای سي. خو عموما دا د پناه د ترلاسه کولو يا قبولۍ وجه نه سي کيدلای. په جرمني کي استثنی سته. که بعضي شرايط پوره وي نو تاسو ته پناه درکول کيدلای سي:

ـ که ستاسو زوی تر ۱۸ کالو کم عمر لرونکی وي

ـ تاسو په خپل اصلي هيواد کي د کورنۍ په حيث ګډ ژوند کړی وي

ـ تاسو و آلمان ته د داخلېدو سره سم په سمدلاسه توګه د پناه غوښتنه وکړئ او

ـ تاسو په حقوقي توګه د خپل ماشوم سرپرست ياست.

سوال: زه په آلمان کي ژوند کوم خو زما د مېرمنې د پناه غوښتنه رده سوې ده. موږ بيره لرو چي هغه به اخراج کړل سي. ماشومان مو لا کوچني دي. ستاسو مشوره به څه وي چي زه خپله کورنۍ چي ډېره ورسره مينه لرم، ورڅخه جلا نه سم؟
البېرت زومرفېلد: د مهاجرو له پاره د ځايي شورا سره تماس ونيسئ. ستاسو له سوال څخه داسي معلوميږي لکه تاسو چي د اوسېدو اقامه لرئ خو ستاسو ماشومان او مېرمنه يې نه لري. په اصل کي دا په بشپړه توګه د دولتي چارواکو په لاس کي نه ده چي کورنۍ سره بيلي کړي.

د دبلن د مقرراتو «۱۸ مياشتنی تمديد»

سوال: زه «دولدونګ» (د اخراج د نه عملي کېدلو ميعادي سند) لرم. زه نژدې ؤ چي د دبلن مقرراتو په رڼا کي ايتاليې ته اخراج سوی وای خو ما نه غوښتل او انکار مي وکړ. خو ماته مشوره راکړل سوه چي که زه په آلمان کي ۱۸ مياشتي پاته سم بېله دې چي پوليس ما ايتاليې ته ولېږدوي، نو بيا کولای سم له سره د پناه غوښتنه وکړ. تاسو په دې هکله څه معلومات لرئ؟
البېرت زومرفېلد: ستاسو معلومات درست دي. خو تاسو بايد په دې خبر واوسئ چي تر څو چي ۱۸ مياشتي نه وي پوره سوي، تاسو هر وخت اخراج کېدلای سئ.

سوال: د ۱۸ مياشته موده (د کومې د پوره کېدو وروسته چي پناه غوښتونکی په بل اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنې حق تر لاسه کوي» کله حسابېدل پيليږي؟ د بېلګي په توګه زما يو ملګری د ايتاليې له لاري اروپا ته داخل سو او بيا هالند ته ولاړ او د ۲۰۱۹ کال د جولای په مياشت کي يې هلته د پناه غوښتنه وکړه چي د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په مياشت کي رده سوه. هغه پوښتنه کوي چي ايا د ۱۸ مياشتو ميعاد يې له جولای او که له اکتوبر څخه حسابېدل پيليږي؟
مشترک جواب: د اتلسو مياشتو موده له هغه وخت څخه حسابېدل پيليږي، له کوم وخت څخه چي ايټاليه قضاوت ومني. په آلمان کي به تاسو ته د اخراجېدو امر درکړل سي. که تاسو د ردېدنې پر ضد حقوقي دعوا وکړئ نو د اتلس مياشتو حسابېدل توقيف کيږي او هغه وخت بېرته حسابېدل پيليږي چي محکمه ستاسو دعوا رده کړي.

کار او د دبلن مقررات

 سوال: ما د ايتاليا دوه کلن د کار اجازه «لوورو» لاره. که يو څوک ماته په جرمني کي د کار د قرارداد او د اوسېدني د ادرس وړانديز وکړي، نو ايا زه خپل اسناد له ايتاليې څخه جرمني ته انتقال کولای سم؟ که دغه کس جرمني ته ځي يا په کار لرلو او يا نه لرلو سره، نو ايا هغوی د دبلن اصولو له مخي بېرته ايتاليې ته لږدول کيدلای سي؟
مشترک جواب: که تاسو په ايتاليا کي مقيم ياست نو بايد د آلمان د ويزې او کار کولو د اجازې (چي عموما صرف مسلکي کسانو ته ورکول کيږي) له پاره بايد درخواست وکړئ. که تاسو بېله ويزې آلمان ته راسئ نو تاسو ته د کار اجازه نه درکول کيږي. تاسو بيا بايد بيا د يو وکيل سره مشوره وکړئ چي څه کولای سئ يا ايا دا چي د پناه غوښتنه کوئ که څنګه. د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د اوږدې مودې اقامه صرف په هغه صورت کي د غيراروپايي تابيعت لرونکو خو د اروپايي اتحاديې په بل غړي هيواد کي ژوند کوونکو ته ورکوي، چا چي حد اقل پنځه کاله په پرله پسې توګه په يو غړي هيواد کي ژوند کړی. دغه اوږده موده په يو هيواد کي اقامه لرونکي کسان بيا کولای سي چي په آزاده توګه په اروپايي اتحاديه کي له يو هيواد څخه بل هيواد ته کډه وکړي.

د ښه وکيل موندل

 سوال: هغه څوک چي تازه آلمان ته راغلی وي او څوک نه پېژني، نو هغه د خپلي پناه غوښتنې لپاره څنګه يو ښه/وړ وکيل موندلای سي؟
البېرت زومرفېلد: دغې انټرنټ پاڼي  www.dav-migrationsrecht.de ته مراجعه وکړئ او په اړونده خانه کي خپل «Postleitzahl» يعني چيري چي تاسو ياست د هغه سيمي د پوستې کود ورکړئ او تاسو ته به نژدې هغه وکيلان در وښودل سي چي اړونده تخصص لري.

(مهاجر نيوز: تاسو کولای سئ چي د آلمان په اړونده ايالت کي د پناه غوښتونکو له پاره د ځايي شورا (Flüchtlingsrat) سره هم تماس ونيسئ. په هکله يې نور معلومات پر دغه انټرنټ پاڼه ستاسو د اوسېدو پر ايالت په کليک کولو سره موندلای سئ https://www.fluechtlingsrat.de/ :(

سوال: يو ليبيايي کس چي په بريتانيه کي يې ۶ کاله ژوند کړی وي (د شپږو شپږو مياشتو په ميعادي اجازې سره) ناهيلي کيږي او غوښتنه کوي چي بېرته ليبيا ته ولېږدول سي. خو بريتانيه هغه ليبيا ته نه اخراجوي او د ليبيا خراب امنيتي وضعيت د دليل په توګه وړاندي کوي. ايا څه کيدلای سي؟
البېرت زومرفېلد: ولي د اخراج غوښتنه کوئ، کله چي تاسو پخپله هم سفر کولای سئ؟ له کوم مرستندويه سازمان سره تماس ونيسئ چي ستاسو سره په رضاکارانه بېرته ستنېدنه کي مرسته وکړي.

نوټ: د ساتنې نړيوال قانون ډېر مغلق دی. «پناه غوښتنه» دلته د پناه او امن/محافظت/ساتنې د غوښتنې بيلو ډولو له پاره د واحد لغت په توګه کارول سوی دی.

 آلمان: په مؤقتي توګه د کرونا پاندمي پر وخت د دبلن مقرراتو ځنډېدل

 آلمان د کرونا بحران په ترڅ کي له مارچ مياشتي په مؤقتي توګه نورو دبلن هيوادونو ته د پناه غوښتونکو لېږد وځنډاوه. خو دغه هيواد په شخړيزه توګه د دبلن پروسې له پاره د ۶ مياشتو ميعاد هم وځنډاوه. يعني تر کومه وخته چي لېږد ځنډول سوی ؤ نو د مهاجرو د بېرته لېږد ګواښ هم نه ؤ او له دې کبله دغه موده په هغو ۶ مياشتو کي نه شمېرل کيږي چي د دبلن په مقرراتو کي تعريف سوې ده.

 سوال: يو کس د کرونا پاندمي پر وخت ۶ مياشتي بشپړه کړې. د بېلګی په توګه د جون په لومړۍ نېټه يې شپږ مياشتي پوره سوې. تر ۲۰ زرو څخه زياتو پناه غوښتونکو ته د بامف ادارې له خوا معلومات ورکول سوي دي چي د شپږو مياشتو موده به له سره شمېرل پيليږي او د پاندمي پر وخت تېره سوې موده نه حسابيږي. څه به کيږي؟
د پرو ازيول سازمان حقوقي مشاوره: آلمان د جون په ۱۵مه نېټه د دبلن مقرراتو په رڼا کي د مهاجرو د لېږد ځنډول کېدل بېرته لغوه کړه، او د مهاجرو لېږد يې بېرته پېل کړ. خو دا په فردي توګه تر سره کيږي. هغه کسان چي د بامف له خوا يې اړونده معلومات ترلاسه کړي وي چي د پاندمي پر وخت تېره کړې موده يې نه شمېرل کيږي، د هغوی وخت به له صفر څخه پېليږي.

خو دا هم په ياد وساتئ: د پاندمي پر وخت د شپږو مياشتو د مودې نه حسابول يا ځنډول کېدل پخپل ځان کي يوه شخړيزه موضوع ده او يو څو محکمو دغه غیر قانوني عمل بللی دی. دا ځکه چي د اروپايي اتحاديې په قوانينو کي د پاندمي پر وخت د شپږو مياشتو د مودې نه حسابول نه دي راغلي. هغه کسان چي نه غواړي د پاندمي له کبله يې شپږ مياشتي موده بېرته له صفر څخه پېل سي، هغوی بايد د وکيل سره مشوره وکړي او بايد له بامف څخه غوښتنه وکړي چي د پناه غوښتنې پروسه يې په آلمان کي پېل کړي.

 د دبلن مقرراتو په تړاو نور معلومات په آلماني ژبه پر لاندنۍ انټرنټ پاڼه موندل کيدلای سي:
 https://www.proasyl.de/hintergrund/praxishinweise-zur-aktuellen-aussetzung-von-dublin-ueberstellunge