اوبرویلیې سیمه کې د کانال سن دني پر غاړه نږدې ۱۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. کرېدېټ: کډوال نیوز
اوبرویلیې سیمه کې د کانال سن دني پر غاړه نږدې ۱۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. کرېدېټ: کډوال نیوز

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاریس په اوبرویلیې سیمه کې د مهاجرو شمېر زیات شوی دی. نن سبا دغه سیمه کې نږدې ۱۰۰۰ مهاجر تر خیمو لاندې ژوند کوي. په ورته مهال د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه په دې اند دي چې په راتلونکو اونیو کې به نور مهاجر هم یادې سیمې ته ورشي.

له تېرې جون میاشتې راهیسې د پاریس په اوبرویلیې سیمه کې د مهاجرو شمېر دوه چنده شوی دی. د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونو په حواله تېره جون میاشت د کانال سن دني پر غاړه نږدې ۴۰۰ کسان اوسېدل، خو د فرانس تېر دزیل ادارې له مخې په روانه جولای میاشت کې اوبرویلیې کې د مهاجرو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته رسېږي.

د فرانس تېر دزیل عمومي مشر پیر هانري وایي: «تمه ده چې په راتلونکې اګست میاشت کې به د مهاجرو شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته ورسېږي. موږ له کلونو راهیسې همدا تجربه تکراروو.»

همدا شان د نړۍ ډاکټرانو غړی پل الوزي دا تجربه یوه «باطله دایره» بولي.  

بل پلو د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړې ژولي لاوېسیر وایي چې یاد کمپ کې هره ورځ د مهاجرو شمېر زیاتېږي. د هغې په خبره که څه هم پولیسو څو ځله د مهاجرو د خیمو د راټولو هڅې کړې، خو لږ وروسته مهاجر بېرته یادې سیمې ته ورغلي دي.

کمپ کې د منل شويو مهاجرو شمېر زیات شوی

د سازمانونو په حواله د اوبرویلیې په کمپونو کې ډېری مهاجر هغه  کسان دي چې تازه فرانسې ته رسېدلي دي: په ځانګړې توګه هغو افغانانو چې له یونانه ځانونه فرانسې ته رسولي او یا هغه سوډانیان او سومالیایان چې له ایټالیا څخه فرانسې ته راغلي دي.

د کورونا ویروس کړکېچ له امله د اوفي د تېلېفوني پلتفورم کارونه ډېر په سستۍ سره روان دي، همدا رنګه د پاریس او ایل دو فرانس په قومندانیو کې هم فعالیت کم شوی دی. نو ځکه ډېری مهاجر خپلې دوسیې ثبتولی نه شي او په سړکونو کې ژوند کولو ته اړ کېږي. 

سازمانونه دا هم وایي چې کمپونو کې د منل شویو مهاجرو شمېر هم زیات شوی دی. دوی زیاتوي چې دمګړۍ اوبرویلیې کمپ کې ۲۰ سلنه منل شوي مهاجر ژوند کوي. د آغلې ژولي په خبره: «ځینو مهاجرو د ټولبندیز پر مهال خپل کارونه او کورونه له لاسه ورکړي نو په همدې وجه سړکونو کې شپه سبا کوي.»

همدا راز اوبرویلیې کمپ کې بې سنده او رد شوي مهاجر هم اوسېږي.

د پیر هانري په حواله تر څو چې د دوبلین مقرارت کې بدلون را نه شي د دغو مهاجرو ستونزه نه هوارېږي.

«ټولیزه ناکامي»

د فرانس تېر دزیل مشر کمپونو کې د مهاجرو د شمېر زیاتېدو لامل «ټولیزه ناکامي» بولي. د ده په حواله فرانسه کې د کډوالو د هرکلي سیستم کې باید بدلون راشي ځکه چې یاد سیستم په مناسبه او کافي توګه د مهاجرو مسلې ته رسیدګي نه شي کولی.  

بل لور ته د نړۍ ډاکټرانو غړی پل الوزي په دې اند دی چې ډېری مهاجر فرانسه کې د ژوند د سخت وضعیت له امله له روحي ستونزو سره مخ دي. هغه زیاتوي چې یاد وضعیت د مهاجرو تر منځ د شخړو لامل کېږي.

تېره اونۍ یو سوډانی مهاجر په کانال سن دني کې ډوب شو. د پولیسو یوې سرچینې په حواله چې د دغه مهاجر مړی د جولای پر ۱۰مه وموندل شو، خو دا معلومه نه ده چې هغه ولې سن دني کانال ته غورځېدلی دی.

 

نورې ليکنې