له ارشیف څخه: ژغورونکي د کښتۍ د رایستلو په حال کې.
له ارشیف څخه: ژغورونکي د کښتۍ د رایستلو په حال کې.

د رسنیو د راپورونو له مخې تېره شنبه د نورو ۵ جسدونو له موندلو سره د ترکیې د وان په ډنډ کې د مړو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی. د تېرې جون میاشتې په پای کې وان کې د مهاجرو یوه داسې کښتۍ ډوبه شوې وه چې پکې نږدې ۶۰ مهاجر سپاره ول.

د ترکي خبري اژانس انادولو د یو راپور له مخې چارواکو تېره شنبه د دې هیواد د وان په نامه ډنډ کې د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور مړي موندلي دي.

په ورته مهال بي بي سي ترکیه کې د افغان سفارت شارژدفیر حبیب احمد خنجاني له قوله ویلي چې د مړو په ډله کې ۲۴ افغانان هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې د مړیو د موندلو عملیات لا هم روان دي.

د تېرې جون میاشتې په ۲۷مه د ترکیې د وان په ولاړو اوبو کې د مهاجرو یوه بېړۍ ډوبه شوه. بېړۍ کې سپاره مهاجر د پاکستان، افغانستان او ایران اصلي اوسېدونکي وو. ویل کېږي چې یاده بېړۍ د هوا د خرابو حالاتو له کبله ډوبه شوې وه.  

نور ولولئ: ترکیه: د وان په ډنډ کې د ۶ کډوالو مړي موندل شوي 

ترکي چارواکو وان کې د مړیو د موندلو لپاره بې پیلوته الوتکې او چورلکې کارولې دي.  د دوی په حواله د مهاجرو په دغه بېړۍ کې ۵۵ تر ۶۰ کسان سپاره ول.

له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری اسیایي مهاجر د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره هڅه کوي.

تېره ډسمبر میاشت د وان په ولاړو اوبو کې د مهاجرو یوه بېړۍ ډوبه شوه چې لسګونه مهاجر پکې سپاره ول. یاده پېښه کې لږ تر لږه ۷ مهاجر مړه شوي وو.

 

نورې ليکنې