کرېډېټ: ګوګل ستریت ویو
کرېډېټ: ګوګل ستریت ویو

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې تېره جمعه د جولای میاشتې ۱۷مه یې دوو لاریو کې ټولټال ۵۵ کډوال نیولي دي. دغو کسانو غوښتل چې د شمالي مقدونیې له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

پولیسو زیاته کړې چې یو مهاجر وروسته له هغې ټپی شو چې لارۍ له یوه کانکریتي پایې سره ټکر وکړ.

د پولیسو په حواله دغه کډوال له یونانه شمالي مقدونیې ته ننوتلي او بېرته به یونان ته شړل کېږي.

لومړۍ لارۍ چې ۱۳ بنګله دېشیان، ۱۱ پاکستانیان، ۱۰ سوریایان، ۵ افغانان او ۴ ترکان پکې سپاره ول د صربستان په لوره روانه وه. یاده لارۍ سکوپیا ښار ته نږدې له یوې کانکریتي پایې سره ټکر وکړ. لارۍ چلوونکی له سیمې تښتېدلی، خو د موندنې عملیات یې لا روان دي.

بل لور ته تېره جمعه مقدونیایي پولیسو له یونان سره پر ګډه پوله یوه لارۍ کې ۱۲ سوریایي مهاجر موندلي دي. دوی دغه راز ۳۵ کلن صربیایی لارۍ چلوونکی نیولی دی.

که څه هم د روان کال په لومړیو میاشتو کې د کورونا کړکېچ له امله د یونان او شمالي مقدونیې ترمنځ لارې تړلې وې، خو قاچاقي ډلې لا هم په سیمه کې فعال دي. 

تېره اونۍ د شمالي مقدونیې شتیپ ښار ته نږدې یوه موټر چې لس پاکستاني او یو افغان کډوال پکې سپاره ول له یوې لارۍ سره ټکر وکړ چې په پایله کې یې د یو افغان په ګډون ۱۱ مهاجر سخت ټپیان شول.

 

نورې ليکنې