د ۲۰۱۸ په مۍ میاشت کې انتوني قومندانۍ مخ ته مهاجر انتظار باسي. کرېډېټ: کډوال نیوز
د ۲۰۱۸ په مۍ میاشت کې انتوني قومندانۍ مخ ته مهاجر انتظار باسي. کرېډېټ: کډوال نیوز

نن سبا د ایل دو فرانس په قومندانیو کې د اقامې اسنادو ترلاسه کول او یا تمدیدول سخت شوي دي. په ورته مهال د فرانسې د بشري حقونو مدافع له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې د دې نیمګړتیا د پوره کولو لپاره اقدام وکړي.

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټ سیماد وایي چې د فرانسې ځینو قومندانیو او په ځانګړې توګه سن سن دني سیمې قومندانۍ کې د اقامې سند ترلاسه کول او یا تمدیدول سخت شوي دي. د یاد سازمان په حواله که څه هم وضعیت د کورونا ویروس له امله خراب شوی، خو دا یې یوازنی لامل نه دی. سیماد زیاتوي چې د کورونا ویروس وبا تر خپرېدو مخکې هم مهاجرو ته د مرکې لپاره کافي وخت نه و موجود.   

 د ټولبندیز پر مهال د د پولیسو قومندانیو د خلکو د منلو فعالیتونه وځنډول. خو د فرانسې حکومت تېره جون میاشت قومندانیو کې د فعالیتونو د بیا پیلولو اعلان وکړ.

په ورته مهال سیماد سازمان کې د اقامې اسنادو مسوله لیز فارون وایي: «تر دې دمه اکثرو قومندانیو کې فعالیتونه بیا پیل شوي نه دي. ځینې قومندانۍ په نامنظمه توګه کار کوي. ځینې قومندانۍ هم د راتلونکې سپټمبر میاشت لپاره [مهاجرو ته] د مرکې وخت ورکوي.»

«[خلک] د مرکې وخت د ترلاسه کولو لپاره شپې سبا کوي»

په اصل کې مهاجر د مرکې وخت د ترلاسه کولو لپاره د پولیسو قومندانیو سایټونو ته مراجعه کولی شي. خو سیماد وایي چې دا سایټونه په سمه توګه کار نه کوي. تر دې دمخه یاد سازمان هڅه کړې چې د یو رباټ په وسیله د مرکې لپاره وخت واخلي.

د سیماد د احصایې له مخې سن سن دني قومندانۍ کې د اقامې سند د ترلاسه کولو لپاره د مرکې وخت هېڅ نشته. همدا رنګه د کرېتی په وال دو مارن سیمه کې زده کوونکي د خپلو کارتونو د تمدیدولو لپاره د مرکې وخت نه شي اخیستلی.  

سیماد په دې هکله وایي: «ځینې کسان د مرکې وخت د اخیستلو لپاره شپې سبا کوي او دا وضعیت د اونیو لپاره دوام لري. دغه حالت د دې سبب شوی چې زرګونه کسان په سختو شرایطو کې ژوند وکړي.»

د سیماد سازمان رباټ. کرېډېټ: سیماد
د انټرنټي پاڼو څخه عکس اخیستل

بل پلو سیماد سازمان د هغو کم سنه مهاجرو په اړه خبرداری ورکوي چې تر بالغ کېدو وروسته باید د اقامې سند د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي. دغه کسان اړ دي چې تر ۱۹ کلنۍ مخکې له قومندانیو څخه د اقامې سند د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

خو دوی څنګه د مرکې لپاره وخت اخیستلی شي؟ لیز فارون وایي که د دغو مهاجرو د اقامې غوښتنه رد شي، نو دوی باید محکمې ته مراجعه وکړي. نوموړې له ټولو مهاجرو څخه غواړي چې د انلاین غوښتنې پر مهال د قومندانیو له پاڼو څخه عکس واخلي چې ښيي دوی د مرکې لپاره د وخت اخیستلو هڅه کړې ده. 

د حقونو مدافع: دولت دې خلکو ته د مرکې وخت برابر کړي

تر دې دمخه ګڼو هغو مهاجرو د فرانسې حقونو مدافع ته مراجعه کړې چې د اقامې سند د ترلاسه کولو پر مهال یې ستونزې درلودې. د فرانسې د حقونو مدافع د روانې جولای میاشتې پر ۱۰مه د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت ته د وضعیت د ښه کولو امر وکړ.

نوموړي د پولیسو قومندانیو ته امړ کړی چې دوی باید هغو کسانو ته سند ورکړي چې د مرکې وخت د اخیستلو لپاره یې ناکامې هڅې کړې دي.

هغه دا هم ویلي چې د مرکې نېټه باید د دوو میاشتو په حدودو کې وي او د مرکې وخت د اخیستلو لپاره باید لپاره نورې لارې هم موجودې وي.

د بشري حقونو مدافع دولت ته خبرداری ورکړی چې د اقامې کارت غوښتونکي له عامه خدماتو څخه ګټه اخلي او د پولیسو قومندانۍ دنده لري چې هغوی ته په سمه او عادلانه توګه خدمات برابر کړي.

 

نورې ليکنې