ژغورونکي د جسدونو د انتقالولو په حال کې. کرېډېټ: رویترز
ژغورونکي د جسدونو د انتقالولو په حال کې. کرېډېټ: رویترز

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې کابل ته د ترکیې د وان په اوبو کې د ډوبو شویو افغان مهاجرو مړیو د انتقالولو لړۍ نن شپه پیلېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد نن سه شنبه رسنیو ته په لېږلي ویډیویي پیغام کې وویل چې تر دې دمه د ترکیې د وان له اوبو څخه ۵۹ مړي موندل شوي چې ۲۹ تنه یې افغانان دي.

د ده په حواله د نورو مهاجرو د جسدونو د انتقالولو لړۍ ادامه لري.  

ښاغلي هیواد دا هم وویل چې د جسدونو د انتقالولو پروسه د کام اېر او آریانا هوایي شرکتونو له خوا ترسره کېږي.

د تېرې جون میاشتې په ۲۷مه د ترکیې د وان په ولاړو اوبو کې د مهاجرو یوه بېړۍ ډوبه شوه چې پکې د ماشومانو په ګډون نږدې ۶۰ افغان، پاکستاني او ایراني مهاجر سپاره ولویل کېږي چې یاده بېړۍ د هوا د خرابو حالاتو له کبله ډوبه شوې ده.  

نور ولولئ: ترکیه: د وان په اوبو کې د مړو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی

د یادولو ده چې تېره ډسمبر میاشت د وان په ولاړو اوبو کې یوه بله کښتۍ ډوبه شوې وه چې لسګونه مهاجر پکې سپاره ول. یاده پېښه کې لږ تر لږه ۷ مهاجر مړه شوي وو.

 

نورې ليکنې