له ارشیف څخه: کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېدېت: مهدي شبیل
له ارشیف څخه: کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېدېت: مهدي شبیل

کالې کې د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونه وایي چې د کالې له کمپونو څخه د ایستل شویو ۵۰۰ مهاجرو له ډلې څخه ډېری یې بېرته یاد ښار ته ستانه شوي دي. دغو سازمانونو د فرانسې دکورنیو چارو وزیر ته په یو لیک کې لیکلي چې د یادو مهاجرو د ژوند وضعیت د زغم نه دی.

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو لکه د نړۍ ډاکټرانو، د بخښنې نړیوال ادارې، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، سکور کاټولیک او سیماد کالې ته د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن له سفر ۱۰ ورځې وروسته دغه ښار کې د مهاجرو د ژوند د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.

دوی ښاغلي دارمنن ته د یو لیک په استولو سره لیکي چې کالې کې مهاجر د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو او اسانتیاوو بې برخې دي او د ژوند وضعیت یې «د زغم» نه دی.

لیک کې راغلي چې دمګړۍ په سلګونه مهاجر «د څښلو پاکو اوبو، حمامونو او خوړو ته لاسرسی نه لري.»

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د جولای پر ۱۲مه له خپلې برتانوۍ سیالې پریتي پاتل سره مانش کانال کې د انساني قاچاق پر وړاندې د یو «استخباراتي واحد» د جوړولو لپاره کالې ته تللی و.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: مانش کې د مهاجرو ژغورنه: فرانسې او برتانیا د انساني قاچاق پر ضد د استخباراتي واحد د جوړولو پرېکړه وکړه

یاد ښار ته د ښاغلي دارمنن تر سفر دوه ورځې مخکې فرانسوي چارواکو تر ۵۰۰ ډېر مهاجر د کالي صنعتي دون زون څخه د فرانسې د هرکلي بېلابېلو مرکزونو او اداري توقیف خونو ته انتقال کړي ول.

د سازمانونو په لیک کې زیاته شوې چې له دغو کسانو له ډلې تر نیمایي ډېر یې د کمپونو د تړلو عملیاتو یوه ورځ وروسته بېرته کالې ته ستانه شوي دي. خو اوس دوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه خوړو او حمامونو ته لاسرسی نه لري. همدا رنګه دون سیمه کې د پولیسو د شتوالي له کبله دوی د څښلو پاکو اوبو نلونو څخه استفاده نه شي کولی. 

یادو سازمانونو د کورنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې حکومت کالې کې د وضعیت د بدلولو لپاره لومړی باید په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي. دوی زیاته کړې چې د تېرو ۳۰ کلونو تجربه ښيي چې په ورځني توګه د مهاجرو د کمپونو خالي کول د حل لاره نه ده.

«د خوړو د وېشلو دوه څانګې فعالې دي»

په ورته مهال د پا – دو – کالې قومندان فابیان سودري د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وایي چې کالې کې د خوړو د وېشلو دوه څانګې لا هم فعالې دي چې ورځ کې پر نږدې ۱۰۰۰ کسانو خواړه وېشي.

نوموړی زیاتوي چې هره ورځ نږدې ۱۵۰ کسان په دولتي سرویسونو کې حمامونو ته ورځي.

د ده په حواله چارواکي په اونۍ کې دوه ځله مهاجرو ته استوګنځیو کې سرپناه برابروي چې د ۲۰۱۷ له اګست میاشتې راهیسې ټولټال ۵۸۰۰ کسانو ته سرپناوې برابرې شوې دي.

بل پلو کالې کې د مهاجرو په چارو کې د فرانسې حکومت له خوا ټاکل شوی سازمان لا وي اکتیو وایي چې پر مهاجرو د خوړو وېشلو تر ټولو نږدې څانګه له دون زون څخه ۲ کیلومتره فاصله لري. 

د یاد سازمان مشر ګیوم الکسندر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ځینې مهاجر له یو کمپ نه بل کمپ ته ورځي چې دا د «شخړو» سبب ګرځېدلی شي، خو دوی په دې اند نه دي چې کالې کې وضعیت خراب شوي وي. 

په کالې ۲۰۱۶ کې د کالي د ځنګل تر تړل کېدو وروسته مهاجر له ښار نه بهر په بېلابېلو کمپونو کې اوسېږي. فرانسوي چارواکي په اونۍ کې څو ځله د یادو کمپونو د خالي کولو عملیات ترسره کوي.

 

نورې ليکنې