دغه کمپ کې ۷۵ کمسنه مهاجر ژوند کوي. کرېدېټ: رویترز
دغه کمپ کې ۷۵ کمسنه مهاجر ژوند کوي. کرېدېټ: رویترز

که څه هم له ۲۳ ورځو راهیسې د پاریس رپوبلیک ډګر ته نږدې ۷۵ کم سنه مهاجر په یو کمپ کې ژوند کوي، خو سازمانونه وایي چې دولت تر دې دمه د دغو کسانو د برخلیک په اړه کوم تصمیم نه دی نیولی. دوی زیاتوي چې حکومت غواړي وضعیت نور هم خراب شي.

د بې سرحده ډاکټرانو د ماموریت مشره کورین تور وایي: «دا کمپ مو ۲۲ ورځې مخکې جوړ کړی خو تر اوسه حکومت [د مهاجرو په هکله] کوم تصمیم نه دی نیولی.» د پاریس رپوبلیک ډګر ته نږدې د جون له ۳۰مې راهیسې ۷۵ ځوان مهاجر تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونو – لکه د بې سرحده ډاکټرانو ادارې، یوتوپیا ۵۶ او میدي دیو مي –  دا کمپ د دې هدف له پاره جوړ کړی و چې فرانسوي چارواکو ته دې هیواد کې د هغو کم سنه مهاجرو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې د مسولو ادارو له خوا د کم سنه کسانو په توګه نه دي پېژندل شوي خو د استیناف غوښتنه یې کړې ده.

د فرانسې د مقرراتو له مخې کله چې چارواکي یو کس د بالغ مهاجر په توګه پېژني، نو یاد مهاجر نه شي کولی چې له دولتي مرستو څخه برخه من شي.

په ورته مهال د بې سرحده ډاکټرانو ادارې مشره وایي چې دوی پوهېدل چې وضعیت نور هم سخت شي خو تمه یې دا وه چې حکومت به ژر اقدام وکړي.

نور ولولئ: پاریس کې د کمسنه مهاجرو کمپ: «ترڅو چې د مهاجرو ستونزې هوارې نه شي، موږ دلته پاتې کېږو»

د پاریس ښاروالي چمتو ده چې یادو مهاجرو ته سرپناه برابره کړي

که څه هم تېره اونۍ یادو سازمانونو د فرانسې لومړي وزیر، د کورنیو چارو، عدلیې او روغتیا وزیرانو ته څو لیکونه استولي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. د یوتوپیا ۵۶ بنسټګر یان مانزي وایي: «دا معلومه خبره ده چې چارواکي غواړي وضعیت نور هم خراب شي.»

په همدې حال کې د پاریس ښاروالۍ او د سن سن دني دیپارتمنت ویلي د استیناف غوښتونکو کم سنه مهاجرو لپاره سرپناه برابروي، خو یوازې په دې شرط چې حکومت یې ۵۰ سلنه لګښت پر غاړه واخلي. آغلې کورین تورې په دې هکله وایي: «د پاریس ښاروالۍ [د دغو مهاجرو لپاره] ځای هم موندلی دی، خو حکومت ځواب نه ورکوي.»

کډوال نیوز هڅه وکړه چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت سره تماس ونیسي، خو بریالی نه شو.

دا په داسې حال کې چې دمګړۍ یاد کمپ کې د مهاجرو وضعیت پیچلی دی. ځینې مهاجر چې تر دې دمخه هوټلونو او یا د ښاریانو په کورونو کې اوسېدل ستړي شوي دي. کورین تورې وایي: «دوی نه پوهېږي چې تر خیمو لاندې څه وکړي، نه پوهېږي چې حکومت هغوی د کم سنه مهاجرو په توګه نه پېژني.»

 

نورې ليکنې