یونان کې د مهاجرو انځور. کرېډېټ: پېکچر الاینز
یونان کې د مهاجرو انځور. کرېډېټ: پېکچر الاینز

که څه هم یونان کې عمومي ګرځبندیز د مۍ میاشتې په ۴مه پای ته رسېدلی، خو په دې هیواد کې د مهاجرو کمپونه تر اوسه تر قرنطین لاندې دي. په همدې حال کې د بشري حقونو سازمانونه د یوناني چارواکو دغه سیاست د مهاجرو پر وړاندې تبعیضي چلند بولي. د بخښنې نړیوال سازمان د مهاجرت د چارو څېړونکې ادریانا تیدونا سره مرکه.

کډوال نیوز: دا ځل ګرځبندیز پر چا لګول شوی دی؟

ادریانا تیدونا: پر مهاجرو او پناه غوښتونکو. خو اوس شرایط نور هم سخت شوي دي: تر دې دمخه حکومت تصمیم نیولی و چې ګرځبندیز باید یوازې د هرکلي او پېژندنې په هغو مرکزونو کې تمدید شي چې یوناني ټاپوګانو کې موقعیت لري. خو دا ځل د ټاپوګانو پر ټولو مرکزونو ګرځبندیز لګول شوی دی.  

د یونان حکومت دا اقدام له مهاجرو سره تبعیضي چلند دی او کومه علمي بڼه نه لري. موږ کوم داسې ثبوت نه لرو چې پخوانیو ګرځبندیزونو ښایي د ویروس د خپرېدو مخه نیولې وي. تبعیض څوک له کورونا ویروس خوندي نه ساتي.

کډوال نیوز: ایا ګرځبندیز کوم خطر هم لري؟

ادریانا تیدونا: موږ د هوا په ګرمېدو د وضعیت خرابېدو اندېښمن کړي یو. دمګړۍ ټول مهاجر اړ دي چې له حده ډکو کمپونو کې ژوند وکړي، خو دوی په اکثرو کمپونو کې روغتیایي خدماتو او اوبو ته لاسرسی نه لري. نو دا خطر شته چې د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز د روغتیایي ستونزو سبب شي ځکه چې خلک د درملنې، دواګانو او لومړنیو اړتیاوو د اخیستلو لپاره هم له کمپه وتلی نه شي.  

دا یو بې معنی اقدام دی ځکه چې تر دې دمه د مهاجرو په کمپونو او هرکلي مرکزونو کې د کورونا ویروس کومه پېښه نه ده لېدل شوې. د بېلګې په توګه د لېسبوس په موریا کمپ کې تازه رسېدونکي مهاجر له نورو کسانو څخه جلا ساتل کېږي.

د یونان په ټاپوګانو کې تر ۳۰ زره ډېر مهاجر له حده ډکو کمپونو کې ژوند کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې د یونان په مرکزي سیمو کې نږدې ۹۰ زره مهاجر اوسېږي. ځینې کسان د هرکلي په مرکزونو کې ژوند کوي، خو ځینې نور په پارکونو کې شپه سبا کوي او یا د خپلو ملګرو په کورونو کې اوسېږي.

کډوال نیوز: د مهاجرو په کمپونو کې د ګرځبندیز تمدیدول ایا قانوني بڼه لري؟

ادریانا تیدونا: هو. ځکه چې ګرځبندیز د یوه دولتي فرمان پر بنسټ لګول شوی دی. دا د دولت د اجرایي څانګې پرېکړه ده. خو باید ووایو چې دا د نړیوالو اصولو او په ځانګړې توګه د پناه غوښتونکو د هرکلي په برخه کې د اروپایي ټولنې مقرراتو څخه سرغړونه بلل کېږي. (۲۰۱۳/۳۳، د توقیف په اړه ۸مه ماده)

که چېرې دولت د مهاجرو او پناه غوښتونکو روغتیایي چارو ته پام و نه کړي، عامه روغتیا هم خوندې نه ده. د مهاجرو ناسم او خراب انځور وړاندې کول د یوناني ښاریانو په ګټه نه دي او ډېموکراسۍ ته زیان اړوي. دولت باید هڅه وکړي چې مهاجر ټولنه کې ادغام شي.

کډوال نیوز: یوناني چارواکو ته مو پیغام څه دی؟

ادریانا تیدونا: یونان کې سازمانونو د جولای میاشتې په پیل کې حکومت ته یو لیک واستاوه چې پکې یې د مهاجرو اوسنی وضعیت غندلی و. خو له دې سره سره کمپونو کې ګرځبندیز یو ځل بیا تمدید شو. موږ لږ مخکې له ۲۰ نورو سازمانونو سره حکومت ته یو بل لیک واستاوه او یونان کې مو د مهاجرو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ. لیک کې راغلي چې ګرځبندیز د مهاجرو او پناه غوښتونکو ژوند په خطر کې اچوي او دولت باید خپل سیاست ته بیا کتنه وکړي.

موږ غواړو چې کمپونو او مرکزونو کې د مهاجرو شمېر کم شي، د مهاجرو د ژوند وضعیت د ښه کولو په موخه د اروپایي ټولنې له مالي مرستو څخه کار واخیستل شي، ټولو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته روغتیایي خدمات برابر شي. دوی باید د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ولري او ضد عفوني توکي پرې ووېشل شي.

اوسنی حکومت مهاجرو او پناه غوښتونکو ته پام نه کوي. موږ ور ته وایو چې د دې کار اثر به منفي وي ځکه چې دا د روغتیایي ستونزو سبب ګرځېدلی شي. د حکومت اوسني اقدامات د اندېښنې وړ دي: د جون له لومړۍ نېټې راهیسې منل شوي مهاجر باید د منل کېدو یوه میاشتې وروسته د هرکلي له مرکزونو څخه ووځي. دوی اړ دي چې په یوه میاشت کې د اوسېدو ځای او کار پیدا کړي. د دغو کسانو شمېر ۱۱۰۰۰ تنو ته رسېږي. خو پوښتنه دا ده چې دوی د قرنطین په صورت کې څنګه کار موندلی شي؟

 

نورې ليکنې