تېره جمعه ۸۳ مهاجر له یونانه المان ته انتقال شول. کرېډېت: رویترز، س. بالتاس
تېره جمعه ۸۳ مهاجر له یونانه المان ته انتقال شول. کرېډېت: رویترز، س. بالتاس

د راپورونو له مخې تېره جمعه د یونان د مهاجرو له کمپونو څخه ۱۸ ناروغ ماشومان له خپلو نږدې خپلوانو سره جرمني ته انتقال شول. تر دې دمخه جرمني له یونانه د کم سنه ماشومانو منلو ته چمتووالی ښودلی و.

تېره جمعه د یونان د مهاجرو له ډکو کمپونو څخه ټولټال ۸۳ کډوال د جرمني مرکزي ښار کسل ته له انتقال شول چې په ډله کې یې ۱۸ ناروغ ماشومان هم دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد مهاجر به د یونان د بېلابېلو ښارونو تر منځ وېشل کېږي. چارواکو زیاته کړې چې دغو کسانو ته سرپناه او روغتیایي خدمات هم برابروي. 

د یادو مهاجرو په ډله کې ۵۴ افغانان، ۸ عراقیان، ۸ فلسطینیان، ۷ سوریایان او ۶ سومالیایان شامل دي.  دا ماشومان له ۶ تر ۱۳ کلونو عمرونه لري. 

دوی آلمان ته تر انتقالېدو مخکې یونان کې د کورونا ویروس ازموینې کړې دي. 

اروپايي اتحاديه غواړي چې د مهاجرو د بېا مېشتونې پروګرام په چوکاټ کې په سلګونه کمسنه مهاجر د يونان څخه واخلي او د دې ټولنې پر غړو هیوادونو وويشي.

له دې وړاندې ځینو اروپایي هیوادونو لکه آلمان، بلجیم، بلغارستان، پورتګال، کروشیا، فنلنډ، فرانسې، اېرلنډ، لیتوانيا، صربیا او سویس له یونان څخه د ۱۶۰۰ کمسنه مهاجرو منلو ته چمتووالی ښودلی و.  

لوګزامبورګ او جرمني د اپریل میاشتې په نیمایي کې له یونان څخه ۱۲ او ۴۷ تنه بې سرپرسته ماشومان منل ول.

دغه راز د مۍ میاشتې پر ۱۱مه د یونان پلازمېنې اټن څخه ۵۰ زیان منونکي پناه غوښتونکي، چې په ډله کې یې ۱۶ کم سنه کسان هم دي، برتانیا کې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو په موخه دغه هیواد ته انتقال شوي ول.

د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې یونان او فرانسې توافق کړی و چې له یوناني ټاپوګانو څخه ۴۰۰ پناه غوښتونکي فرانسې ته واستول شي. زیاته شوې وه چې د دغو ۴۰۰ مهاجرو په علاوه به ۳۵۰ کمسنه کسان هم فرانسې ته انتقالېږي.

همدا رنګه پورتګال ویلي وو چې غواړي په يونان کې د مهاجرو له کمپونو څخه ۵۰۰ داسې کمسنه کسان ومني چي کورنۍ يې ورسره نه دي مل.

 

نورې ليکنې