کرېډېټ: مهاجر نیوز
کرېډېټ: مهاجر نیوز

د کورونا ویروس د دویمې څپې د راتلو وېرې ځینې اروپایي هیوادونه دې ته اړ کړي چې په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري کړي. کډوال نیوز د دغو هیوادونو په اړه معلومات ورکوي.

د کورونا ویروس د دویمې څپې د راتلو له وېرې فرانسې یوه اونۍ مخکې ټولو عامه ځایونو لکه دوکانونو، بانکونو، دولتي ادارو، رستورانتونو او بارونو، هوټلونو، هوایي ډګرونو، عبادت ځایونو، سینماګانو، موزیمونو او... د ماسک اغوستل جبري کړل.  

تر دې دمخه یوازې په عامه ترانسپورت کې د ماسک اغوستل جبري شوي وو.

دا قانون د روانې جولای میاشتې له ۲۰مې راهیسې نافذ شوی دی او هر هغه څوک چې ماسک نه اغوندي ۱۳۵ یورو جریمه کېږي.

د فرانسې حکومت ژمنه کړې چې پر زیان منونکو کسانو لکه بوډاګانو او په مزمنو ناروغیو اخته کسانو ماسک په وړیا توګه ووېشي. دغه راز ماسکونو ټولو هغو کسانو ته چې د دولتي بیمې (CMU-C) او یا هغه بې سنده مهاجرې چې د اي ام اې (AME) په نامه بیمې څخه برخه من دي د پوست له لارې استول کېږي.

زیاته شوې چې حکومت د سازمانونو له لارې پر بې سرپناوو مهاجرو ماسکونه وېشي.

جرمني

جرمني کې ټول خلک اړ دي چې په عامه ترانسپورت او دوکانونو کې ماسکونه واغوندي. برلین کې هغه کسان چې ماسک نه اغوندي ۵۰۰ یورو جریمه کېږي.

د المان لومړۍ وزېرې انګېلا مرکل د اخته کسانو د شمېر د کموالي او دغه راز د «ټولنې د ساتنې» لپاره د ماسک اغوستل ضروري بللی دي. نوموړي ویلي چې د ماسک اغوستل به په عامه ترانسپورت او دوکانونو کې جبري دي.

بلجیم

د کورونا ویروس پېښو تر زیاتېدو وروسته بلجیم کې محافظتي تدابیر سخت شوي دي. دې هیواد کې سر له چهارشنبې د جولای ۲۹مه خلک حق لري چې د خپلو کورنیو سربېره په اونۍ کې یوازې له ۵ کسانو سره وګوري.

دغه راز په ټولو هغو ځایونو کې چېرې چې زیات شمېر خلک تګ راتګ کوي – لکه بازارونو، دولتي ودانیو، تجارتي سړکونو او په ځینو ښارونو کې د سمندر پر غاړه د ماسک اغوستل جبري شوي دي.

ایټالیا

ایټالیا یوه له هغو هیوادونو ده چې د کورونا ویروس له امله یې ډېر زیان لیدلی. دې هیواد کې ماسک اغوستل په عامه ترانسپورت، سینماګانو، عبادتځایونو او نورو تړلو ځایونو کې جبري دي.

د ایټالیا د روغتیا وزیر ویلي چې د ایټالیا په سوېلې کامپاني سیمه کې سړی د ماسک نه اغوستلو په صورت کې ۱۰۰۰ یورو جرمانه کېږي.

برتانیا

د روانې جولای میاشتې له ۲۴مې راهیسې د برتانیا په دوکانونو کې د ماسک اغوستل جبري دي او هغه کسان چې ماسک نه اغوندي ۱۰۰ پونډ جرمانه لګوي.

یاد هیواد کې د تېرې جون میاشتې له ۱۵مې راهیسې په عامه ترانسپورت کې ماسک اغوستل جبري شوي وو.

یونان

له تېرې اونۍ راهیسې په تړلو ځایونو لکه عامه ترانسپورت، سوپرمارکېتونو او روغتیایي مرکزونو کې ماسک اغوستل جبري شوي دي او له دې قانون سرغړوونکي ۱۵۰ یورو جریمه کېږي.

د یادولو ده چې تېره اونۍ د یونان حکومت د مهاجرو پر کمپونو د شپږم ځل لپاره ګرځبندیز ولګاوه.

اسپانیا

اسپانیا د ایټالیا په شان له کورونا ویروس کړکېچ له امله ډېره زیانمنه شوې ده. نو ځکه چارواکو د کورونا د دویمې څپې د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیولي دي.

مادرید یو له هغو ښارونو دی چې پکې په ټولو عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري دي، خو که له نورو سره دوه مترۍ واټن ممکن وي، نو ماسک اغوستلو ته اړتیا نشته.

دغه راز کتلان کې ماسک اغوستل په عامه ځایونو، رستورانتونو او سړکونو کې جبري دي او سرغړونکي ۱۰۰ یورو جریمه کېږي.

 

نورې ليکنې