له ارشیف څخه: جون میاشت ۲۰۲۰. کرېډېټ: پېکچر الاینز
له ارشیف څخه: جون میاشت ۲۰۲۰. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د یونان موریا کمپ ته نږدې یو افغان مهاجر د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی. د روان میلادي کال له پیله راهیسې دا اووم ځل دی چې یو مهاجر د کډوالو ترمنځ د شخړو پر مهال وژل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د یوناني سرچینو له قوله ویلي چې تېره یکشنبه شپه د جولای ۲۶مه یو ۲۱ کلن افغان مهاجر له درېو نورو افغان کډوالو سره په شخړه کې وژل شوی دی.  

دغه کسان ټول د موریا اوسېدونکي دي. سرچینو زیاته کړې چې پولیسو یو ۱۹ کلن مهاجر نیولی او دویم مهاجر یې هم پېژندلی دی.

د پېښې په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي معلوم.

د روان میلادي کال له پیله راهیسې دا اووم ځل دی چې د یونان کې د مهاجرو ترمنځ د شخړو پر مهال یو کس وژل کېږي. تر دې دمخه شخړو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي وو.

د جولای پر ۶مه د افغان او افریقایي مهاجرو ترمنځ شخړه کې یو افریقایی کډوال ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې چې د یونان حکومت څه موده مخکې د مهاجرو پر کمپونو کې ګرځبندیز د شپږم ځل لپاره تمدید کړ. خو سازمانونه د دغې پرېکړې په غندلو سره وایي چې کمپ کې د مهاجرو د ژوند سخت وضعیت د شخړو سبب کېږي.

 

نورې ليکنې