د جولای پر ۶مه سیسیل ته رسېدلي مهاجر موبي زازا کښتۍ کې قرنطین شول. کرېډېت: رویترز
د جولای پر ۶مه سیسیل ته رسېدلي مهاجر موبي زازا کښتۍ کې قرنطین شول. کرېډېت: رویترز

په تېرو دوو ورځو کې د ایټالیا په سیسیل سیمې تر ۲۰۰ ډېر قرنطین شوي مهاجر تښتېدلي دي. پولیس وایي چې تر دې دمه یې ۱۲۵ کسان بېرته نیولي دي. په ورته مهال د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي په راتلونکو ورځو کې د مهاجرو د قرنطین لپاره سیسیل ته نظامي بېړۍ استوي.

هره ورځ په سلګونو مهاجر هڅه کوي چې ځانونه د ایټالیا سوېلي سیمې او په ځانګړې توګه سیسیل او لمپدوسا ټاپوګانو ته ورسوي.

د دغو دواړو سیمو ښاروالونو ویلي چې د کورونا ویروس کړکېچ له امله نور د کډوالو هرکلی نه شي کولی.

دا په داسې حال کې چې پرون دوشنبه د جولای ۲۷مه د سیسیل شمالي بندر امپدوکلې کې په لسګونو مهاجر د ولسي ساتنې ځواکونو تر نظارت لاندې یوې خیمې څخه ووتل. دوی ایټالیا ته تر رسېدو وروسته د قرنطین د ۱۴ ورځنۍ مودې د تېرولو لپاره یاد بندر ته استول شوي وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې که څه هم دغه خیمه یوازې د ۱۰۰ کسانو لپاره جوړه شوې وه، خو تر ۵۰۰ ډېر مهاجر پکې قرنطین شوي وو.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو مهاجرو لویه برخه یې موندلې ده. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تر اوسه د دغو مهاجرو له ډلې څخه چا د کورونا ویروس مثبته ازموینه نه ده کړې.

تر دې دمخه د امپدوکلې بندر ښاروالې ادا کارمینا د مهاجرو د ژوند «غیرانساني وضعیت» غندلی و او له حکومت او اروپایي کمېسیون څخه یې غوښتي وو چې د اوسني ضعیت د ښه کولو لپاره دې اقدام وکړي. 

دغه راز تېره یکشنبه د جولای ۲۶مه کالتانیستا سیمې پیان دل لاګو مرکز څخه ۱۸۴ مهاجر تښتېدلي وو.

په همدې حال کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د قرنطین له اصولو سرغړونه د تصور وړ نه ده. نوموړي زیاته کړې چې د قرنطین د اصولو مراعاتول د خلکو له روغتیا سره تړلي دي ځکه چې تر دې دمه ویروس له منځه نه دی تللی. 

ښاغلي دي مایو دا هم ویلي چې د کالتانیستا سیمې پیان دل لاګو مرکز څخه د تښتېدلو ۱۸۴ مهاجرو له ډلې ۱۲۵ کسان موندل شوي دي.

نوموړې پرون دوشنبه د تونس ولسمشر کیس سعید سره په کارتاژ کې کتنه وکړه او له دې هیواده ایټالیا ته د مهاجرو د ورتګ په اړه یې اندېښنه وښودله.  

د ایټالیا د کورنیو چار وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د جولای تر ۲۴مې نیټې پورې ایټالیا ته د رسېدلو ۱۱۱۹۱ مهاجرو له ډلې ۵۲۰۰ کسان له تونس څخه تښتېدلي چې نږدې ۴۰۰۰ تنه یې د دې هیواد اصلي اوسېدونکي دي.

په تېرو څو وختونو د ایټالیا د ځینو سیمو ځایي اوسېدونکو دې هیواد ته د مهاجرو د ورتګ پر وړاندې مظاهرې وکړې.  

 

نورې ليکنې