د ۲۰۲۰ کال د جولای پر ۲۷مه یاد کسان مالتا کې ښکته شول. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۲۰ کال د جولای پر ۲۷مه یاد کسان مالتا کې ښکته شول. کرېډېټ: رویترز

د مالتا روغتیایي چارواکي وايي چې د ژغورل شویو ۹۴ مهاجرو له ډلې څخه ۶۵ تنو یې د کورونا ویروس مثبته ازموینې کړې دي. یادو مهاجرو درې ورځې په سمندر کې تېرې کړې وې.

د مالتا ساحلي ځواکونو تېره دوشنبه شپه دغه کسان په مدیترانه کې ژغورلي وو. یاد مهاجر د مالتا پلازمېنې لا والت ته نږدې یوې نظامي اډې ته تر انتقالېدو وروسته قرنطین شوي وو.

د چارواکو په حواله د دغو ۹۴ مهاجرو له ډلې ۶۵ تنو یې د کورونا مثبتې ازموینې کړې دي، خو د پاتو کسانو ازموینې منفي وې.

تېره ورځ د کډوالۍ نړیوالې ادارې مدیترانه کې د دغو مهاجرو د کښتۍ په اړه اطلاع ورکړه.

د یادې ادارې ویاندې صفا مسیحلي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې یاد مهاجر ۳۷ ساعتونو راهیسې په مدیترانه کې دي او څو ځله یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه راز مدیترانه کې د مهاجرو لپاره تېلېفوني پلټفورم الارم فون تېره یکشنبه سهار ویلي وو چې بېړۍ ته اوبه دننه شوې. الارم فون زیاته کړې وه چې یاده کښتۍ چې له حد نه زیات مهاجر پکې سپاره دي د مالتا د ساحلي اوبو د ژغورنې او لټون زون کې موقعیت لري.

د دغو مهاجرو سره اوسمهال مالتا کې د کورونا مثبتو پېښو شمېر ۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

مالتا د کورونا ویروس کړکېچ په لومړیو میاشتو کې خپل بندرونه د ټولو کښتیو پر مخ تړلي وو.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ کې تر ۱۰۰ زره ډېرو مهاجرو له مدیترانې څخه د تېرېدو هڅې کړې او تر ۱۲۰۰ ډېر کسان یاده سمندر کې مړه شوي دي.  

 

نورې ليکنې