دغه کمپ کې تر ‍۱۵۰۰ ډېر مهاجر اوسېدل. کرېدېټ: کډوال نیوز
دغه کمپ کې تر ‍۱۵۰۰ ډېر مهاجر اوسېدل. کرېدېټ: کډوال نیوز

د پاریس قومنداني وایي چې نن چهارشنبه سهار وختي فرانسوي ځواکونو د اوبرویلیې سیمې د کانال سن دني پر غاړه د مهاجرو لوی کمپ تړلی دی. دغه کمپ کې نږدې ۱۵۰۰ کسانو تر ۸۰۰ خیمو لاندې ژوند کاوه.

د پاریس قومندانۍ په حواله د اوبرویلیې کمپ د خالي کولو او مهاجرو ته د ایل دو فرانس په جمنازیمونو او هرکلي مرکزونو کې د سرپناه برابرولو عملیات نن چهارشنبه د سهار پر ۶ بجو پیل او د ورځې په ۱۱ بجو پای ته ورسېدل.

د پاریس قومندان دیدیې لالمان د یاد کمپ د خالي کولو عملیات پر مهال رسنیو ته وویل چې هیله یې دا وه چې د پاریس ښار شاوخوا کې د مهاجرو کمپونه وتړي او کمپونو کې د کډوالو د «بیا راغونډېدو» مخه ونیسي.  

د فرانسې خبري اژانس په حواله نن سهار زیاتو مهاجرو د کانال سن دني پر غاړه دې ته انتظار کاوه چې سرویسونو کې سپاره شي.

د یاد اژانس د خبریال په خبره د  سهار په پیل کې سیمه کې ګډوډۍ روانې وې، خو پولیسو بیا هڅه وکړه چې وضعیت کنترول کړي.  

په همدې حال کې د سولیداریتي میګران وېلسون سازمان غړې سیلوانا ګائتا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «خلک ستړي شوي دي. د ځینو مهاجرو لپاره دا لسم عملیات دي. دوی پوهېږي چې اوس جمنازیمونو ته استول کېږي، خو نن شپه به بېرته سړکونو ته ستنېږي.»

د مهاجرو د بشري حقونو مدافع سازمانونو په حواله له ۵ کلونو راهیسې وضعیت همداسې دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پاریس: د اوبرویلیې سیمې په کمپونو کې د مهاجرو شمېر زیات شوی 

بل پلو پاریس کې د نړۍ ډاکټرانو عمومي مشر لوي باردا یاد اژانس ته ویلي: «دغه فیلم مو تر دې مخکې لیدلی دی. حکومت د [مهاجرو] د انساني هرکلي توان نه لري.»

په ورته مهال د اوبرویلیې سیمې نوې ښاروالې کرین فرانسلې چې د سن سن دني کمي د خالي کولو لپاره یې  دپاریس قومندانۍ ته لیک استولی و وایي، د کمپ د خالي کېدو څخه خوښه ده. 

نوموړې زیاتوي چې که څه هم دا یوه دایمي حل لاره نه ده او د مهاجرو د ستونزې د هوارولو لپاره باید په ملي کچه پرېکړه وشي، خو په اوسني روغتیایي وضعیت کې دا عملیات ضروري وو.

 

نورې ليکنې