د جولای ۲۴مه. د مهاجرو یوه ډله لمپدوسا ټاپو ته رسېدلې. کرېدېټ: رویترز
د جولای ۲۴مه. د مهاجرو یوه ډله لمپدوسا ټاپو ته رسېدلې. کرېدېټ: رویترز

د ایټالیا ساحلي ځواکونه وایي چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې یې تر ۸۰ ډېر مهاجر ژغورلي دي. د دغو مهاجرو بېړۍ سمندر کې له کاره لوېدلې وه.

تېره ورځ د جولای ۲۸مه د ایټالیا ساحلي ځواکونو د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۸۴ مهاجر ژغورلي چې په یوه بېړۍ کې سپاره وو.

د ایټالیا ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لیبیایي چارواکي چې د یادو اوبو مسولیت یې پر غاړه دی  د «لازمو تجهیزاتو ته د نه لاس رسي له کبله» و نه توانېدل چې دغو کسانو د ژغورنې عملیات ترسره کړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دوی د مالتایي چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه او همدارنګه یې د جبل الطارق سیمې او د فرانسوي چارواکو سره تماس نیولی و.

خو د منفي ځواب ترلاسه کولو وروسته یې سیمې ته یوه کښتۍ واستوله. دا کښتۍ اوس د لمپدوسا ټاپو په لور روانه ده. 

په تېرو څو ورځو کې په سلګونو مهاجرو ځانونه لمپدوسا ټاپو ته رسولي دي. چارواکي وایي چې د لمپدوسا د مهاجرو مرکز نور د کډوالو د هرکلي ظرفیت نه لري.

 

نورې ليکنې