د مانش او شمالي قومندانۍ له پاڼې څخه
د مانش او شمالي قومندانۍ له پاڼې څخه

د فرانسې د شمالي سیمې یوې محکمې پرون چهارشنبه یو افغان او یو پاکستانی د دنکرک او بولونی سیمو تر منځ د کډوالو د قاچاق او هغوی ته د ناقانونه اوسېدو لپاره د زمینه برابرولو په جرم په بند محکوم کړل. دغو کسانو د مانش کانال له لارې برتانیا ته تلونکو مهاجرو ته کښتۍ او د سفر وسایل برابرول.

فرانسوۍ ورځپاڼه له وا دیو نور وایي چې ۳۰ کلن افغان مهاجر هوتک فرانسه کې د کډوالو د قاچاق ملاتړ او هغوی ته د ناقانونه اوسېدو لپاره د زمینه برابرولو په تور په ۱۲ میاشتو بند محکوم شوی دی.  

محکمې دغه راز ۳۲ کلن پاکستانی افریدي په ۱۵میاشتو بند محکوم کړی. نوموړی د ۳ کلونو لپاره فرانسه کې له اوسېدو څخه منع شوی دی.  

د څارنوال په وینا دغو دواړو کسانو سن – پل – سور – مېر سیمه کې د دوو لوڼو په کور کې ژوند کاوه. دوی د بادبان لرونکو کښتیو او د ژغورونکو واسکټونو د برابرولو او دغه راز د فرانسې شمالي سواحلو ته له پیوتوک کمپ څخه د مهاجرو په انتقالولو رول درلود.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: کالې ښار کې پر قاچاق وړونکو د ژغورونکو بېړیو د غلا شک 

د محاکمې پر مهال دواړو کسانو هڅه وکړه چې ځان بې ګنا ثابت کړي.

خو څارنوال دغه کسان تورن کړل چې د کښتیو او د سفر د توکو د برابرولو سره د مهاجرو د قاچاق ملاتړ کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

همدا رنګه محکمې دواړه کسان ۲۰۰۰ یورو جرمانه کړي دي.

 

نورې ليکنې