آرشيف انځور
آرشيف انځور

د پنجشنبې په ورځ به له يونان څخه د کمسنه مهاجرو او د هغوی د کورنيو د غړو يوه ډله په الوتکه کي آلمان ته انتقال کړل سي.

کمسنه مهاجر او ۹۰ د کورنۍ غړي يې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۳۰مه نېټه) د يونان له پلازمېني اتن څخه آلمان ته د الوتکي په مرسته انتقاليږي. د يونان د کډوالۍ وزير ګيورګيوس کوموتساکوس ياد معلومات د رسنيو سره شريک کړي دي. نوموړي يوناني وزير ويلي: «نن (پنجشنبه) به د دغو مهاجرو الوتنه په ټاپوګانو کي د فشار په کمولو کي مرسته وکړي.»

 دا په داسي حال کي چي د آژه په سمندر کي واقع په يوناني ټاپوګانو مي مخ په وړاندي هم له دې کبله کړکېچنه ده چي پکښي مهاجر کمپونو تر اندازې زيات ډک دي.

له يونان څخه د کمسنه مهاجرو انتقال د اروپايي ټولنې نورو غړو هيوادونو ته د کرونا د پاندمي له کبله په مؤقتي توګه ځنډول سوی ؤ.

د پلان له مخي بايد ۱۶۰۰ کمسنه مهاجر د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو او سويس ته بوتلل سي. و آلمان، سويس، فيلند او پورتګال ته تر مخه لا تر دوه سوه زيات کمسن مهاجر رسېدلي دي.

 

نورې ليکنې