آرشيف انځور
آرشيف انځور

په آلمان کي مخ په وړاندي زياتېدونکي مهاجر په شخصي اپارتمانونو کي اوسيږي.

د مهاجرت او پناه غوښتنې لپاره د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې بامف د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۹مه) په نيورنبېرګ کي وويل چي په شخصي اپارتمانونو کي د مهاجرو اوسېدنه تر پخوا زياته سوېده. يادي ادارې وويل چي په ۲۰۱۶ کال له مهاجرو څخه نظر پوښتل سوی ؤ چي ايا چيري ژوند کوي. د ادارې د معلوماتو پر اساس هغه وخت ۵۴ سلنې يعني تر نيمايي څخه زياتو پوښتل سوی مهاجر ويلي ول چي په شخصي کور يا اپارتمان کي ژوند کوي.

 په شخصي کور او اپارتمان کي له اوسېدنې څخه مقصد دا دی چي دغه مهاجر نور په ډليزو کمپونو کي ژوند نه کوي بلکه په کرايي کورونو يا اپارتمانونو کي ژوند کوي.

 د بامف په وينا د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۸ کال د هغو مهاجرو په شمير کي ښکاره زياتوالی راغلی دی چي په شخصي کورونو يا اپارتمانونو کي ژوند کوي. ياد سازمان ويلي چي په ۲۰۱۸ کال ۷۵ سلنه مهاجرو په شخصي کورونو او اپارتمانونو کي ژوند کاوه.

 بامف ويلي چي د ادغام د بهتره چانسونو او د کم شمېر نوو مهاجرو د راتګ له کبله په شخصي کورونو او اپارتمانونو کي د مهاجرو په اوسېدنه کي زياتوالی ممکن سوی دی.

 د بامف د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۸ کال کي ۷۲ سلنه مهاجرو په ښاري سيمو کي ژوند کاوه چي پکښي ۱۷ سلنه يې په داسي کورونو کي مقيم ول چي يو فاميلي يا دوه فاميلي ول. نور ټول په اپارتمانونو کي اوسېدل.

 په اوسط توګه څلور اعشاريه يو کسان مهاجر په درې کوټې لرونکي اپارتمانونو کي ژوند کوي. اوسطا هر کس ته په دې توګه ۲۸ مربع متره ځای په برخه کيږي چي د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۸ کال کم سوی دی. د دې لامل په کرايو کي زياتوالی او د کرايي اپارتمانونو کمښت ياد سوی دی.

 

نورې ليکنې