آرشيف انځور
آرشيف انځور

د آلمان حکومت غواړي چي په کاربازار کي په نوو آسانيو، ديجيتل ژبي کورسونو او ژر د تعليمي اسنادو په رسمي پېژندنه سره د مهاجر ادغام چټک کړي.

د آلمان حکومتي کابينې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲۹مه) يو پلان تصويب کړ چي غواړي په مرسته يې په آلمان کي د مهاجرو ادغام چټک کړي. په دې کي د مهاجرو له پاره د کار و بازار ته په لاسرسي موندلو کي د نوو آسانيو رامنځ ته کول، په ديجيتل بڼه ورته د آلماني ژبي د زدکړي آسانتياوي برابرول او د آلمان څخه د دباندي د ترلاسه سوو تعليمي او مسلکي اسنادو په رسميت پېژندنه کي چټکولای رامنځ ته کول شامل دي.

 د آلمان کابيني په دې توګه د تر مخه لا موجود «ملي پلان» توسيع کړې ده او مقصد يې د نوو او مخکنيو اقداماتو يوځای کول او لا مؤثره کول دي.

 د آلمان حکومت غواړي چي د اضافي ۴۴ مليونو يورو په مرسته د مهاجرت شاليد لرونکو ماشومانو په بنيادي زدکړو کي مرسته وکړي. د آلمان د ادغام دولتي وزيري انېټه ويدمن ماوڅ د مهاجرو ماشومانو د روزنې د دغه پروګرام په هکله ويلي: «د دې له پاره چي مهاجرې کورنۍ له دغه پروګرام څخه ګټه پورته کړي نو به ورته د ډليزي اوسېدنې، د کورنيو او ګاونډيو په ځانګړو مراکزو او د وړکتونونو سره د همکارۍ له لاري امکانات برابر کړل سي.» د وزيري په وينا هڅه دا ده چي ادغام له اولي ورځي څخه لا پېل سي.

 د پلان له مخي به د ژبي د زدکړي کورسونو او په همدې توګه د حرفوي او مسلکي زدکړو په هکله معلوماتو ته په لاسرسي کي به اقدامات کیږي. په دې ترڅ کي به په بيلو ژبو ياد معلومات وړاندي کيږي او په سيميزه توګه به له بهر څخه د مسلکي کارګرو د راجلبولو له پاره د انسجام مراکز جوړيږي.

 له مهاجرو او د هغوی د کار له قوې څخه د ناوړه ګټي پورته کولو او غير عادلانه کاري شرايطو د مخنيوي په مقصد به مشاورتي مراکز هم جوړيږي.

 د آلمان کابينه غواړي چي د بهرنيو تعليمي اسنادو د په رسميت پېژندل کيدلو په لړ کي هم آسانۍ رامنځ ته کړي. د ويدمن ماوڅ په وينا په زياته د روغتيايي مراقبت سره تړلو مسلکونو اسناد به د يو امتحاني پروژې په ترڅ کي ژر په رسميت وپېژندل سي. هغې زياته کړې بېله د بهرنيو ډاکټرانو او روغتيايي مراقبت کوونکو څخه به په آلمان کي د کرونا د پاندمي پر وخت سخت حالات رامنځ ته سوي وي. د هغې په وينا په آلمان کي شل سلنه ډاکټران بهرنيان، او ۱۶ سلنه روغتيايي مراقبت کوونکي غير آلمانان دي. هغې د دې تر څنګ په نورو اړينو وظايفو کي د کډوالو او مهاجرو پر مهمه ونډه ټينګار کړی دی.

 د آلمان حکومت ويلي چي په ادغام کي د پرمختګ باوجوده بيا هم د کار په بازار کي د مهاجرو په وړاندي د مساواتو کمښت سته، د بېلګي په توګه د کمو معاشونو او د بې روزګارۍ په ترڅ کي.

 

نورې ليکنې