کالې کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل
کالې کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل

نن پنجشنبه سهار د کالې ښار د دون صنعتي سیمې په دوبرول ځنګل کې د مهاجرو یو کمپ وتړل شو. په ورته مهال سازمانونه وایي چې د فرانسې مهاجرتي سیاست کډوال زیانمن کړي دي.

کالې کې د یوتوپیا ۵۶ غړې سیلوې وایي: «کالې ته د ژرال دارمنن [د فرانسې د کورنیو چارو زیر] تر راتلو وروسته وضعیت نور هم خراب شوی دی.» نوموړې زیاتوي چې هره ورځ د مهاجرو د کمپونو د تړلو عملیاتو شاهده ده.

بل پلو د بشري حقونو څار سازمان غړې الیز کډوال نیوز ته وایي: «دلته هره ورځ د کمپونو د تخلیې عملیات ترسره کېږي. خو په تېرو څو اونیو کې وضعیت نور هم خراب شوی دی. چارواکي یوه داسې سیاست ته مخه کړې چې یوازنۍ موخه یې د پولو ساتنه ده.»

نن پنجشنبه د جولای ۳۰مه د کالې د دون صنعتي سیمې په دوبرول ځنګل کې د مهاجرو یو بل کمپ وتړل شو. دغه کمپ کې لږترلږه ۳۰۰ کډوال ژوند کوي. د سازمانونو په حواله د جولای میاشتې پر ۱۰مه همدغه سیمه کې د کډوالو یو بل کمپ تړل شوی و چې نږدې ۵۰۰ مهاجرو پکې ژوند کاوه. که څه هم نن سهار په ۷ بجو امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلل، خو ډېری مهاجر څو ساعته مخکې له کمپه تللي وو. د له وا دیو نور ورځپاڼې په حواله پولیسو یوازې ۷۰ مهاجر له کمپه ایستلي دي. سیلوې کډوال نیوز ته وایي: «ډېری مهاجر تېره شپه له کمپه تللي وو ځکه چې دوی پوهېدل چې سبا به کمپ تړل کېږي.»

«دوی نه پوهېږي چې چېرته لاړ شي»

په ورته مهال د کالې په ویروال سیمه کې یو بل کمپ هم تړل شوی دی. د کالې قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي چې ۱۲۷ کسان یې په سرویسونو کې د پا – دو – کالې د هرکلي مرکزونو ته انتقال کړي دي. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ۲۶ تنه نور (کورنۍ او کمسنه مهاجر) استوګنځیو ته انتقال شوي دي. یادې قومندانۍ دا هم ویلي چې دوه مهاجر هم اداري توقیف خونې ته ور وستل شوي دي.

چارواکي نن پنجشنبه وویل چې د کالې ښاروالي غواړي د کمپونو د بیا جوړېدو د مخنیوي لپاره دون صنعتي سایټ ته نږدې ازغن سیم نصب کړي. دا په داسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې یاده سیمه کې ازغن تار نصب  شوی دی.

په همدې حال کې د سکور کاتولیک غړی جکي ورهاګن کډوال نیوز ته وایي چې مهاجر د کمپونو د خالي کولو عملیاتونو د تکرار له امله اوس «نه پوهېږي چې چېرته لاړ شي». نوموړی د دولت د مهاجرتي سیاست په هکله اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې له امله یې مهاجر د سازمانونو له خوا برابرول شویو خدماتو ته لاسرسی نه لري. هغه د «کډوالو د هرکلي لپاره د یو دولتي جورښت» د جوړېدو غوښتنه کوي.

د یاد سیاست پایله دا ده چې نن سبا مهاجر د کالې ښار مرکز او یا کوکل ښار ته ورځي. د کوکل د خدماتو عمومي مشر اولیویې دفاشل له وا دیو نور ورځپاڼې ته ویلي چې سیمه کې ورځ تر بلې د مهاجرو شمېر زیاتېږي.

«کډوال ستړي شوي دي»

ښاغلی جکي ورهاګن زیاتوي: «دولت نه غواړي چې کډوال په دغه سیمه کې راغونډ شي.» د نوموړي په حواله د جولای له ۱۰مې راهیسې د دولت له خوا ټاکل شوی سازمان له وي اکتیف د هوت سړک پر غاړه پر کډوالو خواړه نه وېشي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: سازمانونه وایي چې کالې ښار کې ځینې مهاجر د څښاک پاکو اوبو او خوړو ته لاسرسی نه لري

بل پلو د بشري حقونو څار سازمان غړې الیز وایي چې دا یوه «دوژخي دایره» ده. نوموړې زیاتوي: «کډوال د  سهارني عملیاتو څخه ستړي شوي دي. دلته داسې کسان شته چې له درېو اونیو راهیسې یې حمام نه دی کړی، ځینې نور وایي چې کالې ته تر راتلو وروسته د سیمې ټولو هرکلي مرکزونو ته تللي خو هلته شرایط ښه نه دي، ځینې هم وایي چې د پولیسو له تاوتریخوالي وېره لري.»

د سازمانونو په حواله نن سبا په کالې کې نږدې ۱۲۰۰ مهاجر ژوند کوي. 

 

نورې ليکنې