کرېډېټ: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر ټویټر پاڼه
کرېډېټ: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر ټویټر پاڼه

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله پرون پنجشنبه د جولای ۳۰مه تر ۲۰۰ ډېرو مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي. په ورته مهال فرانسوي چارواکي وایي چې مانش کانال کې یې نږدې دېرش مهاجر ژغورلي دي.

د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې روانې دي. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له مخې پرون پنجشنبه د جولای میاشتې ۳۰مه تر ۲۰۰ ډېر مهاجر په ۲۰ بېړیو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

چارواکو زیاته کړې چې شاوخوا ۳۰ نورو مهاجرو ځانونه د برتانیا د والمېر سیمې دوو ساحلونو ته رسولي دي.

یادو کښتیو کې سپاره مهاجر د یمن، ایران، سوډان، ارېتریا، فلسطین، ایران، کویت، مصر، چاد، مالي او عراق اصلي اوسېدونکي دي. دوی دوور ساحل ته تر انتقالېدو وروسته د کډوالۍ ادارې چارواکو ته سپارل شوي دي.

په ورته مهال بي بي سي د برتانیا د کډوالۍ وزیر کریس فیلیپ له قوله دا شمېر «لوړ او د نه منلو وړ» بللی دی. نوموړي دا هم ویلي چې سږ کال فرانسوي چارواکو برتانیا ته د زرګونو مهاجرو د غیرقانوني سفر مخه نیولې ده، خو دا کافي نه ده.

دا په داسې حال کې چې د روانې جولای میاشتې پر ۱۲مه برتانیا او فرانسې مانش کانال کې د انساني قاچاق پر ضد د استخباراتي واحد د جوړولو هوکړه وکړه، خو وروسته بیا د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې فرانسه تورنه کړه چې مانش کانال کې د مهاجرو د بېړیو مخه نه نیسي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: مانش کانال: د مهاجرو پر سر د برتانیا او فرانسې تر منځ لانجه

تېره اوونۍ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې یوازې په دوو ورځو کې له ۲۰۰ زیاتو مهاجرو د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

د بي بي سي د یوې څېړنې له مخې د پنجشنبې ورځې شمېرو پرته په روان کال تر دې دمه تر ۳۴۰۰ ډېرو مهاجرو په ۲۵۶ بېړیو کې ځانونه برتانوي سواحلو ته رسولي دي.

فرانسې مانش کې تر ۶۰ ډېر مهاجر ژغورلي

بل پلو د فرانسې سمندري ځواکونو نن جمعه د جولای ۳۱مه مانش کانال کې د مهاجرو دوه بېړۍ ژغورلې دي.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې لومړۍ بېړۍ چې ۱۱ مهاجر پکې سپاره ول د ورځې په ۶ و ۴۵ دقیقو د ویسانت اوبو کې ژغورل شوي دي. چارواکو یاد مهاجر بولونی – سور – مېر ته تر انتقالولو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل دي.

همدا راز یوه بله بېړۍ چې د ۶ ماشومانو او دوو معلولانو په ګډون ۳۰ مهاجر پکې سپاره وو مانش کانال کې ژغورل شوي دي. چارواکو زیاته کړې چې د ګرې نې د ژغورنې او نظارت سیمه ییز مرکز د ورځې په ۵ بجو د یادو مهاجرو په اړه اطلاع ترلاسه کړه. 

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له مخې د ګرې نې سیمه ییز او عملیاتیي مرکز تېره ورځ اسکال ساحلي اوبو کې د یوې داسې بېړۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړه چې سمندر کې له ستونزې سره مخ شوې وه.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بېړۍ کې د ۵ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون ۱۸ مهاجر سپاره وو. سرچینې زیاته کړې چې د ځینو مهاجرو د بدن د حرارت درجه ټیټه شوې وه. 

د فرانسوۍ ورځپاڼې له وا دیو نور له مخې چارواکو تېره پنجشنبه په درېو بېلابېلو عملیاتو کې ټولټال ۱۱ تنه نور مهاجر هم ژغورلي دي. یاد مهاجر فرانسوي سواحلو ته تر انتقالېدو وروسته د فرانسې سرحدي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

 

نورې ليکنې