د بې سرحده ډاکټرانو ادارې پرون پنجشنبه موریا کې د خپل روغتایي مرکز د جبري تړلو اعلان وکړ. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو اداره، اهاب عباسي
د بې سرحده ډاکټرانو ادارې پرون پنجشنبه موریا کې د خپل روغتایي مرکز د جبري تړلو اعلان وکړ. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو اداره، اهاب عباسي

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې پرون پنجشنبه وویل چې د یونان د لېسبوس ټاپو موریا کمپ ته نږدې د کووید – ۱۹ ناروغانو لپاره جوړ شوی روغتیایي مرکز تړلو ته اړ شوې ده.

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې له مخې د یوناني چارواکو دغه پرېکړه به پر روغتیایي وضعیت ناوړه اغېز وکړي. یادې ادارې پرون پنجشنبه د جولای میاشتې ۳۰مه اعلان وکړ چې لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو لپاره د کورونا ویروس روغتیایي مرکز تړلو ته «اړ» شوې ده.

دا مرکز چې د موریا کمپ اوسېدونکو ته یې روغتیایي خدمات برابرول له هغې وروسته وتړل شو چې ځایي چارواکو «د ښار د اصولو د نه مراعاتولو» له کبله جرمانه پرې ولګوله.  

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې په یوه خبرپاڼه کې د مرکز د ساتلو لپاره د یوناني چارواکو «ناکامي» غندي او زیاتوي چې موریا کمپ کې د کورونا ویروس د خپرېدو ګواښ لا هم موجود دی.

تمدید شوی ګرځبندیز

یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو کمپونه له تېرې مارچ میاشتې راهیسې تر قرنطین لاندې دي. تر دې دمه یادو کمپونو کې د کورونا ویروس کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

که څه هم یونان کې د مۍ میاشتې راهیسې ګرځبندیز پای ته رسېدلی، خو د پناه غوښتونکو او مهاجرو د هرکلي مرکزونه تر اوسه تړلي دي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونو په یوه خبرپاڼه کې د یونان حکومت دغه سیاست د مهاجرو پر وړاندې تبعیضي چلند بولي.

نور ولولئ: د یونان د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز: «تبعیض څوک له کورونا ویروس خوندي نه ساتي» 

د بخښنې نړیوال سازمان د مهاجرو د چارو څېړونکې ادریانا تیدونا کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي: «موږ د هوا په ګرمېدو د وضعیت خرابېدو اندېښمن کړي یو. دمګړۍ ټول مهاجر اړ دي چې له حده ډکو کمپونو کې ژوند وکړي، خو دوی په اکثرو کمپونو کې روغتیایي خدماتو او اوبو ته لاسرسی نه لري. نو دا خطر شته چې د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز د روغتیایي ستونزو سبب شي ځکه چې خلک د درملنې، دواګانو او لومړنیو اړتیاوو د اخیستلو لپاره هم له کمپه وتلی نه شي

همدا راز د بې سرحده ډاکټرانو ادارې خبرداری ورکړی چې موریا کې د کورونا ویروس د خپرېدو په صورت کې د لېسبوس روغتیایي سیستم وضعیت مدیریت نه شي کولی.

د یادې ادارې له مخې موریا کې تر ۳۰۰ ډېر مهاجر د خپلو عمرونو او یا ناروغیو له کبله «ډېر زیان منونکي» دي. 

 

نورې ليکنې