د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۳مه لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو خیمې. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو
د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۳مه لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو خیمې. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو

یوناني چارواکو تېره جمعه د دې هیواد د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز د روانې اګست میاشتې تر پایه پورې بیا تمدید کړ. د تېرې مارچ میاشتې راهیسې دا اووم ځل دی چې د یونان د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز تمدیدېږي.

یونان کې د مهاجرو کمپونه د اګست میاشتې تر پایه پورې تر قرنطین لاندې دي. تېره جمعه د جولای ۳۱مه د یونان د کډوالۍ وزارت اعلان وکړ چې د «کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره» د مهاجر په کمپونو کې ګرځبندیز د روانې اګست میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې تمدیدېږي. که څه هم یونان کې د مۍ میاشتې له ۴مې راهیسې قرنطین پای ته رسېدلی، خو دا اووهم ځل دی چې چارواکي د مهاجرو پر کمپونو ګرځبندیز تمدیدوي.

یونان د نورو اروپایي هیوادونو پر خلاف له کورونا ویروسه ډېر زیان نه دی لیدلي. تر دې دمه دغه هیواد کې د کورونا له کبله د مړو شمېر ۲۰۳ تنو ته رسېږي. خو یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو په کمپونو کې د کورونا کومه پېښه نه ده لیدل شوې.

په دغو کمپونو کې تر ۲۶۰۰۰ مهاجر ژوند کوي، حال دا چې یاد کمپونه یوازې د ۶۱۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی دی.

تر دې دمخه ځینو سازمانونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د مهاجرو په کمپونو کې د ګرځبندیز تمدیدول د دوی له حقونو څخه سرغړونه بلل کېږي.

نور ولولئ: د یونان د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز: «تبعیض څوک له کورونا ویروس خوندي نه ساتي» 

د پېښو شمېر مخ په زیاتېدو دی

که څه هم یوناني چارواکي وار وار د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز تمدیدوي، خو دوی له سیلانیانو څخه غواړي چې دې هیواد ته سفر وکړي. نن سبا د یونان هوایي دګرونه او نورې پولې د بهرنیو سیلانیانو پر مخ پرانیستې دي. خو د پولو د پرانیستو سره دغه هیواد کې د کورونا ویروس د پېښو شمېر هم زیات شوی دی.

د یوناني چارواکو په حواله د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې دې هیواد کې ۳۴۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.

تېره سه شنبه یونان وویل چې غواړي په دوکانونو، بانکونو، دولتي ادارو او تړلو ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري کړي.  

 

نورې ليکنې