دغه مهاجر د اګست پر ۳مه مالتا کې انتقال شوي دي. کرېډېت: رویترز، دارین زامیت لوپي
دغه مهاجر د اګست پر ۳مه مالتا کې انتقال شوي دي. کرېډېت: رویترز، دارین زامیت لوپي

مالتایي چارواکي وایي چې تېره یکشنبه شپه د اګست د مالتا ساحلي ځواکونو مدیترانه کې ۷۱ مهاجر ژغورلي دي. دغه کسان پرون دوشنبه سهار وختي مالتا ته انتقال شول.

د مالتا د کورنیو چارو وزارت په حواله د دې هیواد ساحلي ځواکونو د تېرې یکشنبې په شپه مدیترانه کې ۷۱ کډوال ژغورلي دي.

یاد مهاجر د مالتا پلازمېنې والتا ته تر ښکته کېدو وروسته د هال فار په نامه مهاجرو د هرکلي مرکز ته انتقال شوي دي. ټاکل شوې چې دغه کسان به د دوو اونیو لپاره قرنطین وي.

تېره یکشنبه د مهاجرو د ژغورنې تېلېفوني پلټفورم الارم فون د کډوالو د یوې داسې بېړۍ په اړه خبرداری ورکړ چې سمندر کې یې تېل خلاص کړی او ماشومان هم پکې سپاره دي. یاد پلټفورم اندېښنه ښودلې وه چې ښایي مالتایي ځواکونه یاد مهاجر بېرته لیبیا ته واستوي.

همدا راز تېره یکشنبه د مهاجرو ژغوورنکی سازمان سي واچ په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د مون بېرد په نامه الوتکې یې مدیترانه کې د مهاجرو بېړۍ لیدلې. یاد سازمان زیاته کړې وه چې که څه هم د مالتایي ځواکونو یوه کښتۍ له دغې بېړۍ څخه یوازې ۶ مایلونه فاصله لري، خو د ژغورنې لپاره یې اقدام نه کوي.  

په ورته مهال د ټایمز مالتا په نامه ځایي ورځپاڼې د مالتا د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې دغو کسانو مالتا کې تر ښکته کېدو وروسته د کورونا ویروس ازموینې کړې دي.

تر اوسه د ژغورل شویو کسانو هویت او جنسیت نه دي په ډاګه شوي.   

د یادولو ده چې تېره اونۍ مالتایي ځواکونو مدیترانه کې ۹۴ مهاجر ژغورلي وو. خو د دغو کسانو له ډلې ۶۵ تنو یې د کورونا ویروس مثبتې ازموینې وکړې. دوی اوس د هال فار د مهاجرو هرکلي مرکز کې تر قرنطین لاندې دي.

دمګړۍ د مالتا په هرکلي مرکزونو کې تر ۳۵۰۰ ډېر کسان ژوند کوي. دا په داسې حال کې چې په تېرو څو ورځو کې مالتا کې د کورونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي. دغه هیواد د کورونا ویروس کړکېچ په لومړیو میاشتو کې خپل بندرونه د ټولو کښتیو پر مخ تړلي وو.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ کې تر ۱۰۰ زره ډېرو مهاجرو له مدیترانې څخه د تېرېدو هڅې کړې او تر ۱۲۰۰ ډېر کسان یاده سمندر کې مړه شوي دي.  

 

نورې ليکنې