دغه کمپ د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه جوړ شوی و. کرېډېت: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، نیکولا ګویونې
دغه کمپ د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه جوړ شوی و. کرېډېت: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، نیکولا ګویونې

نن سه شنبه د اګست میاشتې ۴مه د پاریس ښار رپوبلیک دګر ته نږدې د کمسنه مهاجرو کمپ وتړل شو. چارواکي وایي چې د یاد کمپ اوسېدونکي یې د پاریس ۱۱مې ناحیې یوه جمنازیم او هوټلونو ته انتقال کړي دي.

د پاریس په ۱۱مه ناحیه ژول فري دګر کې د کم سنه مهاجرو کمپ چې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له خوا جوړ شوی و نن سه شنبه سهار د اګست میاشتې ۴مه نېټه وتړل شو.

د ایل دو فرانس قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي د کمپ د خالي کولو عملیات په ارامۍ او نظم سره ترسره شوي چې په پایله کې یې ۴۸ مهاجرو ته د لنډې مودې لپاره د پاریس د ۱۱مې ناحیې په یوه جمنازیم کې سرپناه برابره شوې.

یادې قومندانۍ زیاته کړې چې د روغتیایي دلایلو له کبله یې د ۷ ځوانو ښځو په ګډون ۳۰ تنو نورو مهاجرو ته په ټولنیزو هوتلونو کې سرپناوې برابرې کړې دي.

د دغه کمپ د تړلو عملیات د سهار په ۸ نیمو بجو پای ته ورسېدل.

پاریس باید «بېلګه» وي

د مهاجرو مدافع بنسټونه لکه یوتوپیا ۵۶، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، مېدي دو مې او دوه نورې ټولنې غواړي چې دغه مهاجر، چې د مسولو ارګانونو له خوا د بالغو کسانو په توګه پېژندل شوي خو د دې حکم پر وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې، باید د محکمې تر قطعي پرېکړې پورې د کم سنه کسانو په توګه وپېژندل شي او له هغو خدمات څخه برخمن شي چې ماشومانو ته ځانګړي شوي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې په حواله د هغو مهاجرو له ډلې څخه چې په کال ۲۰۱۸ کې د بالغو کسانو په توګه پېژندل شوي وو ۵۶ سلنه یې په ۲۰۱۹ کې د محکمو له خوا د کم سنه مهاجرو په توګه وپېژندل شول.

نور ولولئ: پاریس کې د کم سنه مهاجرو کمپ: «چارواکي غواړي چې وضعیت نور هم خراب شي» 

یاد سازمانونه زیاتوي چې پاریس باید د دغو کسانو لپاره د یوه ځانګړی مکانیزم په جوړولو سره د نورو دیپارتمنتونو له پاره بېلګه وي.

په ورته مهال د بې سرحده ډاکټرانو مشرې کورین تور کډوال نیوز ته وایي چې دا یوه لنډمهاله حل لاره ده نو ځکه دوی موافقه کړې چې حکومت یادو کډوالو ته سرپناه برابره کړي.

نوموړې زیاتوي چې د پاریس ښاروالۍ سره د یو مکانیزم پر جوړولو توافق شوی دی.  

تېره پنجشنبه د پاریس ښاروالۍ د ماشومانو حقونو څانګې مسولې دومینیک ورسیني ومنله چې پاریس کې د کمسنه مهاجرو لپاره یو مرکز موندل شوی او حکومت له یوې ټولنې سره د یاد مرکز د اداره کولو پر سر بحث کوي.

خو د ایل دو فرانس قومندانۍ عمومي سکرترې ماګالي شاربونو تېره سه شنبه د دغو ویناوو په ردولو سره وویل چې حکومت د داسې یو مکانیزم له جوړولو سره موافق نه دی. نوموړې زیاته کړه چې «دغه ځوانان د بالغو کسانو په توګه پېژندل شوي دي.»

د هغې په حواله ټاکل شوې چې یاد مهاجر به د محکمې د حکم تر صادرېدو پورې هغو مرکزونو ته انتقال شي کوم چې بالغو کسانو ته ځانګړې شوي دي.  

 

نورې ليکنې