پېښې ۷ مهاجر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي. کرېډېت: اوروس ټلویزیون
پېښې ۷ مهاجر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي. کرېډېت: اوروس ټلویزیون

د یونان په شمالي سیمه کې ترافیکي پېښې ۷ مهاجر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. د پولیسو په حواله د پېښې قربانیان هغه مهاجر دي چې په ناقانونه توګه یونان ته ننوتلي وو.

د یونان ځایي پولیس په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د دې هیواد شمال سوېلي ښار الکساندروپولیس ته نږدې ترافیکي پېښې ۷ مهاجر وژلي دي. پېښه د چهارشنبې شپې په یوه بجه رامنځ ته شوې ده. همدارنګه پېښه کې ۵ کسان هم ټپیان شوي دي. چارواکو د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بللی دی.

د پېښې په اړه د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه مهاجر په داسې یوه موټر کې سپاره ول چې د سه شنبې په ورځ تسالونیک ښار کې غلا شوی و.

ویل کېږي چې یاد مهاجر، چې تر اوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی، له ترکیې څخه یونان ته ننوتلي وو او وروسته بیا د قاچاق وړونکو موټر کې سپاره شوي وو. دغه موټر الکساندروپولیس ښار ته نږدې له یوې کانکریتي پایې سره ټکر وکړ.

پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

هر کال په زرګونو مهاجر هڅه کوي چې اروپایي هیوادونو ته د راتګ په هیله له ترکیې څخه ځانونه یونان ته ورسوي. خو د سمندر له لارې سفرونه خطرناک دي او په ځینو مواردو کې د مهاجرو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

تېره ډېسمبر میاشت یاده سرحدي سیمه کې د ۶ مهاجرو مړي موندل شوي وو. 

 

نورې ليکنې