له ارشیف څخه. کرېډېت: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ
له ارشیف څخه. کرېډېت: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ

د برتانیا د کورنیو چارو زارت وایي چې د دې هیواد ساحلي ځواکونو تېره سه شنبه مانش کانال کې په ۸ بېړیو کې سپاره ۱۲۰ مهاجر نیولي دي. دغه کسان د دوور سیمې کنت بندر ته انتقال شوي دي.

د برتانیا حکومت یو ویاند ویلي چې سرحدي ځواکونو د سه شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې مانش کانال کې د مهاجرو  ۳ بېړۍ او وروسته بیا ۸ نورې بېړۍ نیولې دي.

یوه بېړۍ کې د ۱۰ ښځو په ګډون ۳۶ کسان سپاره وو.

دا په داسې حال کې چې تېره پنجشنبه ۲۰۲ مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي وو.

د برتانوۍ رسنۍ بي بي سي یوه څېړنه ښيي چې د روان کال د جنورۍ میاشتې له پیل راهیسې تر ۳۵۸۰ ډېر مهاجر په کوچنیو بېړیو کې برتانیا ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فیلیپ ویلي چې دوی له فرانسوي چارواکو سره د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د سفر د مخنیوي په اړه خبرې اترې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې فرانسې تر اوسه برتانیا ته د زرګونو مهاجرو د ورتګ مخه نیولې، خو دغه لاره تر اوسه تړل شوې نه ده.

د هغه په حواله: «که چېرې لاره وتړل شي، نو مهاجر په لومړي سر فرانسه ته نه ورځي. دوی به دې ته اړتیا و نه لري چې فرانسې ته ورشي او یا فرانسه... پرېږدي او په ناقانونه طریقو برتانیا ته د راتګ لپاره هڅه وکړي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: مانش کانال: برتانیا وایي فرانسه باید د مهاجرو د ناقانونه سفر د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي

ښاغلي فیلیپ تېره شنبه د اګست لومړۍ نېټه ویلي وو چې په کوچنیو بېړیو کې له فرانسې څخه برتانیا ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر «د نه منلو» دی. هغه زیاته کړې وه چې مانش کانال کې د مهاجرو بېړۍ باید ونیول شي او بېرته فرانسې ته وګرځول شي.

فرانسوي ژغورونکو ۳۸ کسان ژغورلي

په ورته مهال فرانسوي چارواکي وایي چې تېره سه شنبه د اګست ۴مه یې مانش کانال کې ټولټال ۳۸ مهاجر ژغورلي دي.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مهاجرو لومړۍ بېړۍ د سهار په ۴ بجو د کالې په شمالي اوبو کې ولیدل شوه. دغه بېړۍ کې ۴ مهاجر سپاره وو.

همدارنګه فرانسوي ځواکونو د سه شنبې په ورځ مانش کانال کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په ترتیب سره ۳، ۸، ۳، او ۲۰ مهاجر ژغورلي دي.

د ژغورل شویو په ډله کې د ځینو کسانو د بدن د حرارت درجه ټیټه شوې وه. یاد مهاجر له سمندره تر ژغورل کېدو وروسته د فرانسې سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.  

 

نورې ليکنې