دالبندېن بلوچستان کې نيول شوي اروپا ته تښتېدونکي پاکستانيان. کرېډېټ: ځايي پوليس
دالبندېن بلوچستان کې نيول شوي اروپا ته تښتېدونکي پاکستانيان. کرېډېټ: ځايي پوليس

د کورونا ويروس مثبتو پېښو د کمېدو او سفري بندېزونو نرمولو سره سم د پاکستان څخه اروپايي هېوادونو ته د انساني قاچاق هلې ځلې يو ځل بيا پیل شوې دي.

پاکستان کې د تېرې فبرورۍ په مياشت کې د کورونا ويروس د قضيو راپورته کېدو سره ملک کې په سفر او په خصوصي کچ د يوې اولسوالۍ نه بلې اولسوالۍ ته تېرېدلو باندې سخت بندېزونه وو چې ورسره د انساني قاچاق کې هم کمي راپورته شوې وه. 

د بلوچستان د انتخاب ورځپاڼې مرستيال ايډيټر او شنونکې جياند ساجدې کډوال نيوز ته وويل چې د جولاې په مياشت کې چې څرنګه په سفري بنديزونو کې نرمي راغله همدغه رنګه قاچاقبرانو خپلې د انساني قاچاقو هلې ځلي يو ځل بيا تيزې کړې دي. 

د جولای په ۲۲مه نېټه د بلوچستان په دالبندين سيمه کې پوليسو يوه لاري ونیوله چې لږترلږه ۷۲ کسان پکې په پټه د ايران پولې طرف ته روان وو. د پوليسو د وينا ترمخه د يادو کسانو لومړی منزل د ايران پوله وه او په وړاندې يې د ايران او ترکيې په وچو لارو اروپا ته د تللو هڅې کولې. نيول شويو کې د ډېرو عمرونه د شلو کلونو څخه هم کم وو او د دوی تعلق د پاکستان د پنجاب ايالت څخه و. 

د پاکستاني چارواکو د وينا ترمخه د جولاې په مياشت کې د ايران په لار اروپا ته تښتېدونکي لږترلږه ۲۷۰ کډوال او قاچاقبران نيول شوي دي. 

د کډوالو لومړی منزل د ايران پولې ته رسېدل دي
تفتان د کډوالو مهمه لار ګرځېدلې  

د بلوچستان دالبندين څخه تعلق لرونکي خبريال علي رضا رند کډوال نيوز ته وويل چې څه موده وړاندې به بشري قاچاقبرانو د بلوچستان ايالت کيچ او ګوادر اولسواليو څخه کډوال د ايران طرف ته اړول، خو نن سبا د تفتان له لارې ايران طرف ته انساني قاچاق زيات شوی دی. د ياد خبريال ترمخه د لارو د بدلون يوه لامل په تېرو وختونو کې په کېچ او شاوخوا سيمو کې د پنجاب څخه تعلق لرونکو کډوالو پرضد د نامعلومه وسله والو حملې کېدی شي.   

علي رضا رند زیاتوي چې اروپا ته تښتېدونکې اول کويټې ته راځي، بيا دوی چاغي ته راوړل کېږي چې وروسته د پنجګور اولسوالۍ د سرحدي سيمو څخه ايران ته اړول کېږي. پاکستاني او افغان کډوال دواړه د پنجګور له لارې ايران ته داخيلېږي او په وراڼدې اروپا ته د تللو هڅې کوي.

شنونکی جيان ساجدې، چې د کډوالو په چارو ژور نظر لري وايي، انساني قاچاقبران اروپا ته تښتېدنکو کسانو څخه په لکونو روپۍ اخلي خو دوی سفر خوندي نه دی او هرکال ګڼ شمېر مهاجر په لارو کې مړه کېږي. د هغه ترمخه په راتلونکو ورځو کې د پاکستان څخه اروپا ته تښتېدونکو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راتلی شي ولې چې د ملک اقتصادي حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي. پاکستان کې روزګار نشته نو چې کوم ځوانان خپلې زدکړې بشپړي کوي هغوی به د دندو په لټه کې د بهرنيو هېوادونو مخه کوي.

په پاکستان کې مزد ډېر ټیټ دی. عکس: د مهاجرت نړیوال سازمان
پاکستانيان ولې له خپل هېواد څخه مهاجرت کوي؟

د مهاجرت د نړيوال سازمان د يوې وروستۍ سروې ترمخه په تېرو لسيزو کې د پاکستاني مهاجرو په شمېره کې د پام وړ زياتوالې راغلی دی. ياده سروې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ریاست په حواله سره وايي چې پاکستان نړۍ کې د کډوالۍ له لومړي لسو هېوادونو څخه دی. 

په کال ۲۰۰۵ کې د پاکستاني مهاجرو شمېره يو لک څلوېښت زره پورې وه کومه چې ۲۰۱۵ کې يو ميليون پوری اوچته شوه. سروې د پاکستان د مهاجرت او بهرنی استخدام د ادارې د شمېرو په حواله وايي چې يوازې په کال ۲۰۱۹ کې شاوخوا شپږ لکه پاکستانيان بهرينو هېوادونو ته مزدوريانو، زده کړو او نورو کارونو لپاره بهر تللي دي.

 

نورې ليکنې