انځور: پي ای پي، فابیان هاینز، سی ای
انځور: پي ای پي، فابیان هاینز، سی ای

سي ای سازمان پرون چهارشنبه د اګست ۵مه وویل چې د الان کردي ژغورونکې کښتۍ د توقیف له کبله یې د ایټالوي چارواکو پر ضد محکمې ته شکایت کړی. دوه میاشتې مخکې د ایټالیا د ترانسپورټ وزارت د «تخنیکي او عملیاتي» دلایلو له امله الان کردي کښتۍ د سیسیل په پالرمو بندر کې ودروله.

د سي ای سازمان مشر ګوردن ایسلر په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د ایټالوي چارواکو له خوا د الان کردي د توقیف پرېکړه باید د یوې «غیرقانوني» فیصلي په توګه وپېژندل شي ځکه چې دا حکم به د نوموړې کښتۍ پر راتلونکو عملیاتو ناوړه اغېز کوي. ښاغلي ایسلر ټینګار کوي چې سمندر کې د خلکو ژغورونه د نړیوالو حقونو په رڼا کې ترسره کېږي. 

ایټالوي چارواکو د تېرې مۍ میاشتې په ۵مه وروسته له هغې دغه ژغورونکې کښتۍ د سیسیل په پالرمو بندر کې ودروله چې الان کردي له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۱۵۰ مهاجر یاد بندر کې ښکته کړل.  

د اکسپرسو انټرنټي سایټ په حواله ایټالوي چارواکو ویلي وو چې الان کردي کښتۍ کې د اوبو نلونو او همدارنګه د کثافاتو د لرې کولو سیستم د زیاتو کسانو لپاره کفایت نه کوي.  

ټاکل شوې چې هامبورګ پوهنتون کې د سمندري قوانینو کارپوهان دغه دلیلونه وڅېړي. د دې قضیې یو وکیل ویلي چې بشردوستانه کښتۍ په معموله توګه سمندر کې له حده زیات کسان ژغوري.

په ورته مهال د الان کردي مدافع وکیلانو ټینګار کړی چې د بشردوستانه کښتیو په اړه باید استثناوې موجودې وي.

بل پلو کښتیو ته د جواز د صادرولو سازمان یا بي جي ورکېر ویلي چې د ایټالوي چارواکو د ادعاوو خلاف الان کردي د معمولو معیارونو د مراعاتولو ټول جوازونه لري.

په تېرو څو میاشتو کې ایټالوي چارواکو سي واچ ۳، اوشېن وایکنګ او ایټا ماري کښتۍ هم د ورته دلایلو له امله درولې وې.  

 

نورې ليکنې