د اګسي په نامه ایټالوی سازمان له ایټالیا څخه سلوانیا ته د مهاجرو «غیرقانوني» اخراج غندي او زیاتوي چې دا د اروپایي قوانینو ضد کار دی. په ورته مهال روم له سلوانیا سره د یوې موافقې پر بنسټ دا کار قانوني بولي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت منشي اشیل واریاتا د جولای پر ۲۴مه د ایټالیا په پارلمان کې وویل چې ځینې وختونه مهاجر له ایټالیا څخه د «چټکو پروسیجرونو» په چوکاټ کې په «غیررسمي» توګه سلوانیا ته شړل کېږي.
خو د دغو مهاجرو د اخراج پروسه نامعلومه ده. د کډوالۍ په چارو کې د حقوقي مطالعاتو سازمان وایي چې دغه پروسیجرونه په کوم قانوني او رسمي سند کې درج شوي نه دي.
د یاد سازمان غړې او تریسټ ښار کې مدافع وکیله کاترین بوو وایي چې «دا لومړی ځل دی چې چارواکي د دغو پروسیجرونه په اړه خبرې کوي.»
ځینې ټولنې لکه د ملاتړ کنسرسیوم او د کاریتاس کاټولیکي خیریه سازمان له څو میاشتو راهیسې د دغو اخراجونو په اړه څېړنه کوي.
د کډوالۍ په چارو کې د حقوقي مطالعاتو سازمان دا هم وایي چې د رسمي اسنادو د نشتوالي په علاوه امنیتي ځواکونه مهاجرو ته د هغوی د اخراج په اړه خبرداری نه ورکوي. کاترین بوو زیاتوي چې پولیس یوازې دوی ته وایي چې موټر کې سپاره شي. هغه زیاتوي: «مهاجر هېڅ ډول معلوماتو ته لاسرسی نه لري. دوی نه پوهېږي چې چېرته ځي.»
نور ولولئ: سلوانیا: سرتېري د کډوالو د نیولو لپاره د ایټالیا سره پر ګډه پوله ګزمه کوي (۳/۳)
دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیره لوسیانا لامورجیز د جون میاشتې په ۳۰مه ویلي وو چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې مهاجر ۳۰۰ ځله له ایټالیا څخه سلوانیا ته اخراج شوي دي. کاترین بوو وایي چې یاد مهاجر د کورونا ویروس کړکېچ له امله د مۍ میاشتې راهیسې له ایټالیا څخه په شا تمبول شوي دي. نوموړې زیاتوي چې د مهاجرو اخراجول مخ په ډېرېدو دي.
په همدې حال کې ایټالیا وایي چې دې هیواد ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي او همدارنګه له قاچاق وړونکو سره د مبارزې په موخه له سلوانیا سره ګډې پولې ته نور سرتېري استوي.
د اروپایي قوانینو او ژنیو کنوانسیون څخه سرغړونه
سازمانونه دا هم وایي چې که څه هم ځینې مهاجر غواړي ایټالیا ته تر رسېدو وروسته د پناه غوښتنه وکړي، خو د دې کار زمینه ور ته نه ده برابره.
کاترین بوو زیاتوي: «مهاجرو موږ ته وویل چې ایټالوي ځواکونو ته یې ویلي چې دوی غواړي ایټالیا کې د پناه غوښتنه وکړي. خو ځواکونو دوی په شا تمبولي دي.» د نوموړې په حواله دا کار د اروپایي قوانینو او د ژنیو کنوانسیون څخه سرغړونه بلل کېږي.
په همدې حال کې د ایټالیا حکومت دغه اخراجونه قانوني بولي او زیاتوي چې د ۱۹۹۶ راهیسې د ایټالیا او سلوانیا ترمنځ د ناقانونه مهاجرو د اخراج په اړه هوکړه لیک شته. د دې هوکړه لیک پر بنسټ چارواکي کولی شي چې غیرقانوني مهاجر ایټالیا یا سلوانیا ته د داخلېدو ۲۶ ساعتونو مخکې اخراج کړي.
د تریست او بوسنیا ترمنځ فاصله
د کډوالۍ په چارو کې د حقوقي مطالعاتو سازمان دا هم وایي چې د دغو اخراجونو د شرایطو په اړه کافي معلومات نشته. دغه سازمان غواړي چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون په حواله د اخراجونو د عملیاتي جزیاتو په اړه اطلاع ترلاسه کړي. کاترین بوو وایي چې دوی غواړي پوه شي چې د دواړو هیوادونو پولیسو څه موافقه کړې ده.
خو د مهاجرو په خبره په ځینو حالاتو کې ګڼ شمېر کسان له ایټالیا څخه د سلوانیا او کروېشیا له لارو ان بوسنیا ته اخراجېږي.
کاترین بوو وایي: «مهاجر موږ ته وایي چې دوی په لومړي سر د سلوانیا د هرکلي مرکز ته انتقالېږي، بیا د کروېشیا او بوسنیا پولې ته. دوی زیاتوي چې دغه سیمه کې مهاجر له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.»
مهاجر بیا له پولې څخه بوسنیا ته ورځي چې د اروپایي ټولنې غړې نه ده. د کاترین بوو په حواله بوسنیا کې په زرګونو کډوال په غیرانساني شرایطو کې ژوند کوي.