ارشیف انځور. کرېډېت: رویترز
ارشیف انځور. کرېډېت: رویترز

پرون پنجشنبه د فرانسې د پا – دو – کالې په فوکییر – لې – لن سیمه کې ۸ مهاجر په یوه لارۍ کې موندل شوي دي. ویل کېږي چې دغه کسان ۴ ساعتونه په لارۍ کې بند پاتې وو.

د ځایي رسنیو په حواله د پا – دو – کالې ژغورونکو پرون پنجشنبه د اګست میاشتې ۶مه فوکییر- لې – لن سیمه کې د رېسای ټک شرکت د ګازو او مایعاتو د انتقال په یوه لارۍ کې ۸ مهاجر وژغورل. 

دغه کسان چې عمرونه یې ۱۶ تر ۲۵ کلونه دي څلور ساعتونه په لارۍ کې بند پاتې وو. د دوی روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی. خو هویت یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. 

ژغورونکو د یادو مهاجرو تر موندنې وروسته دغه کسان فرانسوي پولیسو ته سپارلي دي.  

تر اوسه دا معلومه نه ده چې دوی څنګه یادې لارۍ ته دننه شوي دي.

د یادولو ده چې تېره سه شنبه  د فرانسې په شمالي سیمه کې ۲۰ اریتریایي مهاجر په یوه لارۍ کې موندل شوي وو. 

ډېری هغه مهاجر چې ځانونه د فرانسې شمالي سیمو ته رسوي د لاریو او کښتیو په وسیله برتانیا ته تلل غواړي. خو ځینې وختونه لاریو کې د مهاجرو انتقالول د دوی د مرګ سبب شوي دي.

تېره جولای میاشت په دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې لاریو کې سپاره مهاجر ټپیان شول. دغه راز تېره اکټوبر میاشت د لنډن ختیځه سیمه کې د ۳۹ ویتنامیانو جسدونه په یوه لارۍ کې وموندل شول. 

 

نورې ليکنې