د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د دې هیواد په سوېل ختیځه سیمه کې یې یوه لارۍ کې ۹۴ مهاجر موندلي دي. دغو کسانو غوښتل چې د شمالي مقدونیې له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.
ګزمه کوونکې یاده لاري چې د شمالي مقدونیې پلېت یې درلود د دې هیواد رادوویش ښار ته نږدې وموندله. لاري چلوونکی له سیمې څخه تښتېدلی دی.
دغه بار وړونکې لارۍ کې ټولټال ۹۴ کسان سپاره وو چې د سوریې، افغانستان، عراق او پاکستان اصلي اوسېدونکي دي.
یاد مهاجر د شمالي مقدونیې ګېوجلیا ښار ته انتقال شوي دي او تمه ده چې یونان ته وشړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي مقدونیې پولیسو د تېرې جولای میاشتې پر ۱۷مه دوو لاریو کې ټولټال ۵۵ مهاجر نیولي وو چې په ډله کې یې ۱۱ پاکستانیان او ۵ افغانان هم شامل وو.
که څه هم د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې د کورونا ویروس کړکېچ له امله د یونان او شمالي مقدونیې تر منځ لارې تړلې وې، خو قاچاقي ډلې لا هم په سیمه کې فعالې وې.