د اسپانیا په کروندو کې بهرني کارګر. کرېډېت: کډوال نیوز
د اسپانیا په کروندو کې بهرني کارګر. کرېډېت: کډوال نیوز

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د سوداګرۍ نړیوالې ادارې پرون دوشنبه د مهاجرو کارګرو د خوندي ساتلو لپاره یوه لارښوونه خپره کړه. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د سوداګرۍ نړیوالې ادارې د بهرنیو کارګرو د خوندي ساتلو لپاره پرون دوشنبه د اګست ۱۰مه یوه لارښوونه خپره کړه چې کارفرمایان یې باید عملي کړي.

ډېری وختونه کارګر مهاجر بهرنیو هیوادونو کې په سختو کارونو بوخت دي او یا هم کاري ضمانت نه لري. نو ځکه دوی د نورو خلکو پرتله په کورونا ویروس د اخته کېدو خطر سره مخ دي.

د تېرې جولای میاشتې پر ۷مه د فرانسې د احصایې او اقتصادي مطالعاتو ملي انسټیټیوت په یوه څېړنه کې راغلي وو چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال فرانسه کې د بهرنیو کسانو د مړینې شمېر د نورو خلکو په پرتله دوه چنده زیات شوی دی. د څېړنې له مخې دې هیواد کې یوازې د مارچ او اپریل په میاشتو کې ۱۲۹ زره کسان مړه شول چې د تېر کال همدې مودې پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيی.

د مهاجرو فزیکي او روحي امنیت

دغو دواړو سازمانونو له کارفرمایانو څخه غوښتنه کړې چې د مهاجرو د فزیکي او روحي امنیت لپاره جدي اقدامات وکړي. لارښوونه کې زیاته شوې چې بهرني مهاجر له خپلو کورونو، کورنیو او خپلوانو څخه لرې دي. دوی دغه راز د کار د لاسه ورکولو او په کورونا ویروس د اخته کېدو ګواښ سره مخ دي.

یادو ادارو له کارفرمایانو غوښتي چې بهرنیو کارګرانو ته له معاش سره رخصتي ورکړي او د اداري وضعیت د قانوني کولو لپاره یې هڅه وکړي.

لارښوونه کې دا هم راغلي چې د جعلي خبرو د مخنیوي لپاره مهاجرو ته باید کره معلومات ورکړل شي.

واټن نیول

د لارښونې له مخې کافرمایان باید هڅه وکړي چې د کارګرو ترمنځ ټولنیزه فاصله مراعات شي. همدارنګه په کورونا اخته کسانو ته باید اجازه ورکړل شي چې ځان تجرید کړي.

دوی ټینګار کوي چې اوسني حالت کې باید کارګرو ته دا زمینه برابره شي ترڅو دوی وکولی شي چې د خپلو ستونزو په اړه له کارفرمایانو سره خبرې وکړي.

لارښونه دا هم وایي چې کافرمایان باید د کورونا کړکېچ پر مهال بهرنیو مهاجرو سره مالي مرسته وکړي، په ځانګړې توګه له هغو کسانو سره چې غواړي خپلو هیوادونو ته بېرته ستانه شي.

 

نورې ليکنې