موریا کمپ، د ۲۰۲۰ د جولای ۱۲مه. کرېډېت: پېکچر الاینز، جي. سیامیدیس
موریا کمپ، د ۲۰۲۰ د جولای ۱۲مه. کرېډېت: پېکچر الاینز، جي. سیامیدیس

د روان میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له ټاپوګانو څخه د یونان مرکزي سیمو ته د مهاجرو د انتقالولو او همدارنګه د دوی د شړلو له کبله یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو په شمېر کې ۲۹،۶ سلنه کموالی راغلی دی. په ورته مهال سازمانونه وایي چې کمپونو کې لا هم تر حده زیات مهاجر ایسار پاتې دي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي تېره جمعه د اګست ۷مه وویل د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې تر ۱۲۰۰۰ ډېر مهاجر، چې په چټلو کمپونو کې یې ژوند کاوه، د یونان له لېسبوس، خیوس، ساموس، لېروس او کیوس ټاپوګانو څخه ایستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د هرکلي او پېژندنې په مرکزونو کې د مهاجرو شمېر له ۴۲۰۰۷ کسانو ۲۹۵۷۹ مهاجرو ته را ښکته شوی دی چې د جنورۍ تر جولای میاشتې پورې ۲۹،۶ سلنه کموالی ښيي. د رسمي شمېرو له مخې د اګست پر ۹مه دغه شمېر ۲۸۹۰۴ کسانو ته ټیټ شوی چې کمپونو، توقیف خونو، او یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالۍ کمیسارۍ او د نورو سازمانونو په مرکزونو کې اوسېږي.

که څه هم چارواکي د کډوالو د شمېر کموالی لویه بریا بولي، خو د مهاجرو د بشري حقونو مدافع بنسټونه له کلونو راهیسې وایي چې ټاپوګانو کې د ژوند غیرانساني شرایط د شخړو او تاوتریخوالي سبب شوي دي. په ورته مهال د ګریک سیتي ټایمز په نامه رسنۍ د ښاغلي میتاراچي له قوله ویلي چې د مهاجرو د شمېر کموالی د یونان حکومت د «مناسب مهاجرتي سیاست» پایله ده.

«له ځایي اوسېدونکو سره ښخړې کمې شوې»

 د یونان په موریا کمپ کې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې استازې استرید کاستلین وایي: «له جنورۍ راهیسې د کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی.» نوموړې زیاتوي چې له دې سره سره دمګړۍ یاد کمپ کې له حده زیات مهاجر اوسېږي. نن سبا موریا کې د کډوالو شمېر ۱۳۶۰۳ تنو ته رسېږي.   

استرید کاستلین وایي: «ښه خبره دا ده چې له ځایي اوسېدونکي سره شخړې کمې شوې دي.» تېره فبروري میاشت د یونان د لومړي وزیر له خوا د تړلو کمپونو د جوړولو خبر د ځایي اوسېدونکو غوسه پارولې وه. دوی د یادو مرکزونو د جوړولو پلان پر وړاندې مظاهرې وکړې. آغلې کاستلین وایي: «د خلکو د شمېر کموالی له ځایي اوسېدونکو سره د ښه مناسباتو سبب شوی دی. خو لا هم شخړې رامنځ ته کېږي.»

له تېرو څو میاشتو راهیسې یونان کې د مهاجرو مسله توده ده. د یونان حکومت پولو کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي. د آغلې کاستلین په خبره د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې مهاجر په اسانه توګه یونان ته نه شي ننولی. همدارنګه یوناني پوله ساتونکي د مهاجرو د کښتیو د مخنیوي لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار اخلي. دوی په ځینو مواردو کې ان د مهاجرو پر کښتیو «د خبرداري ډزې» کوي.

تېره فبرورۍ میاشت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې هیواد د اروپایي پولو د پرانیستلو اعلان وکړ چې په پایله کې یې په زرګونو مهاجر د یونان په لور روان شول. یوناني چارواکو بیا د دغو مهاجرو د مخنیوي لپاره پولو کې امنیتي تدابیر سخت کړل.

همدارنګه د یونان حکومت دغه هیواد کې د مېشتو مهاجرو پر وړاندې د نویو اقداماتو اعلان وکړ. د آغلې کاستلین په خبره په تېرو څو میاشتو کې له یونانه د رد شویو مهاجرو اخراجول زیات شوي دي.

د یونان د کډوالۍ چارو وزارت د شمېرو له مخې یوازې په تېره جولای میاشت کې ۱۰۳۰ مهاجر له دې هیواده په زور، په «خپله خوښه» او یا نورو اروپایي هیوادونو کې د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام په چوکاټ کې اخراج شوي دي. دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ ۱۸ کم سنه مهاجر بلجیم ته ورسېدل.

د یادولو ده چې یوازې په جون میاشت کې چارواکو له ټاپوګانو څخه ۱۴۰۰۰ مهاجر مرکزي یونان ته انتقال کړي دي.

«وضعیت ښه شوی نه دی»

په ورته مهال سازمانونه وایي چې د یونان حکومت کمپونو کې مهاجرو د زیات شمېر د کمولو په موخه نوې ستونزې رامنځ ته کړې دي. یوناني چارواکو تېره جون میاشت ویلي وو چې د یونان په مرکزي سیمو کې نږدې ۱۱۰۰۰ مهاجر باید خپلې سرپناوې پرېږدي ترڅو له ټاپوګانو څخه مرکزي سیمو ته انتقال شويو مهاجرو ته سرپناه برابره شي.

یونان کې د بې سرحده ډاکټرانو د اړیکو مسوال فاریس الجواد وایي چې د چارواکو د دې پرېکړې له امله زیات شمېر کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي او اوس په سړکونو کې شپه سبا کوي. هغه زیاتوي: «دمګړۍ کورنۍ او ناروغ کسان [د اټن ښار په مرکز] ویکتوریا پارک کې اوسېږي.»

نوموړی په دې اند دی چې د حکومت دا پلان مناسب نه دی ځکه چې د نویو ستونزو لامل شوی. ښاغلی الجواد چې د اټن او ټاپوګانو ترمنځ فعالیت کوي زیاتوي چې موریا کمپ کې وضعیت لا هم خراب دی. هغه وایي: «قرنطین د مهاجرو پر روحي وضعیت اغېز کړی. موریا کې نږدې ۶۰۰۰ ماشومان اوسېږي چې وضعیت یې د اندېښنې وړ دی: دوی د شپې له خوا په ځای کې متیازې کوي، وېروونکي خوبونه ویني او ځینو ماشومانو د ځان وژنې هڅې کړې. وضعیت ښه شوی نه دی.»

بیا ولولئ: د یونان د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز: «تبعیض څوک له کورونا ویروس خوندي نه ساتي» 

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو وختونو کې یوناني چارواکو د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزولو پروسه چټکه کړې ده. خو لا هم نږدې ۱۰۰۰۰۰ دوسیې باید وارزول شي.

 

نورې ليکنې