یوناني چارواکو نن پنجشنبه وویل چې د دغه هیواد د خیوس ټاپو د مهاجرو په یو کمپ کې د کورونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د
فرانسې خبري اژانس د یونان د کډوالو چارو وزارت د یو مسول کس له قوله ویلي چې د
خیوس ټاپو په ویال کمپ کې یو ۳۵ کلن یمنی د کورونا ویروس مثبته ازموینه کړې.
نوموړي
د خپل نوم د نه ښودلو په شرط زیاته کړې: «دغه سړی په یو ځایي روغتون کې قرنطین شوی
دی او ۳۰ نور کسان باید د کورونا ازموینه وکړي.»
دا د یونان د پنځو ټاپوګانو د مهاجرو په کمپونو کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه ده.
د یونان د خیوس ټاپو په ویال کمپ نږدې ۳۸۰۰ مهاجر اوسېږي.
د یادولو ده چې تر دې دمخه د یونان په مرکزي
سیمو کې ځینو مهاجرو د کورونا مثبتې ازموینې کړې وې. تېره اپریل میاشت د یونان
سوېلي پېلوپونېز سیمې په یوه هوټل کې د کورونا ویروس مثبتې ازموینې وکړې.
که
څه هم یونان کې ګرځبندیز د مۍ میاشتې له پیل راهیسې پای ته رسېدلی، خو د مهاجرو
کمپونه له مارچ میاشتې راهیسې تر قرنطین لاندې دي.
د روان کال په جون میاشت کې د یونان د پولو د پرانیستل کېدو سربېره دغه هیواد کې تر اوسه ۶۱۷۷ پېښې ثبت شوې او د کورونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۲۱۶ کسانو ته رسېږي.
روغتیایي
چارواکو پرون چهارشنبه وویل چې په یوه ورځ کې یې ۲۶۲ نوې پېښې کړې دي.