د شمالي مقدونیې د پولیسو موټرونه. کرېډېټ: دي ار
د شمالي مقدونیې د پولیسو موټرونه. کرېډېټ: دي ار

د شمالي مقدونیا پولیس وایي چې د دغه هیواد په مرکزي او شمالي برخو کې یې د دوو بېلابېلو عملیاتو په پایله کې ۱۴۸ کډوال په دوو لاریو کې موندلي دي. پولیسو زیاته کړې چې دوه کسان د مهاجرو د قاچاق په شک نیول شوي دي.

د شمالي مقدونیا پولیس وایي چې دوی پرون چهارشنبه له پلازمېنې سکوپیا څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې دمیر کاپیا کلي ته نږدې یوه لارۍ او یو موټر درولي. لارۍ کې د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۱۰۳ کسان سپاره وو. د پولیسو په وینا د یادو مهاجرو په ډله کې ۸۱ پاکستانیان، ۱۰ افغانان، ۸ هندیان، دوه مصریان، یو ایرانی او یو سوریایی دي. ګزمه کوونکو دغه راز دوه مقدونیایان د انساني قاچاق په شک نیولي دي.  

یاد مهاجر د ګېوجلیا ښار د مهاجرو د اخراج مرکز ته انتقال شوي دي او تمه ده چې یونان ته وشړل شي.

د یو بل خبر له مخې د شمالي مقدونیې ځواکونو له صربیا سره ګډې پولې ته نږدې واکاسینس کلي کې په یوه لارۍ کې ۴۵ سوریایي، بنګله دېشي، سومالیایي، پاکستاني او فلسطیني مهاجر نیولي دي.

د یادولو ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د شمالي مقدونیې پولیسو د دغه هیواد په سوېل ختیځه سیمه کې یوه لارۍ کې ۹۴ مهاجر موندلي وو. 

د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال د یونان او شمالي مقدونیا ترمنځ ګډه پوله تړل شوې وه. خو سیمه کې لا هم قاچاقي ډلې فعالې دي او هڅه کوي چې له ترکیې څخه یونان ته رسېدلي مهاجر د صربستان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال کړي.

د شمالي مقدونیا د پولیسو د شمېرو له مخې یوازې په جولای میاشت کې ۵۶۷ مهاجر نیول شوي چې غوښتل یې د دغه هیواد له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي. پولیسو دغه راز درېو صربیایي اتباعو په ګډون ۹ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

 

نورې ليکنې