د اګست میاشتې له پیل راهیسې ۳۰۰ تر ۴۰۰ کډوالو د سن دني سړک پر غاړه خیمې درولې دي. کرېډېت: پییر جوتي
د اګست میاشتې له پیل راهیسې ۳۰۰ تر ۴۰۰ کډوالو د سن دني سړک پر غاړه خیمې درولې دي. کرېډېت: پییر جوتي

د اوبرویلیې کمپ د تړلو عملیاتو دوه اونۍ وروسته لا هم ۳۰۰ تر ۴۰۰ مهاجر د سن دني سړک پر غاړه ژوند کوي. په ورته مهال د مهاجرو حقونو مدافع بنسټونه د کمپونو د تړلو عملیات بې اثره بولي.

د جولای پر ۲۹مه له اوبرویلیې کمپ څخه د مهاجرو د ایستلو عملیاتو پر مهال د فرانس تغ دزیل ادارې مشر پییر هانري ویلي وو چې دغه کمپ به د څو اونیو له تېرېدو وروسته بیا جوړ شي.

د اوبرویلیې کمپ د تړلو عملیاتو دوه اونۍ وروسته اوس ۳۰۰ تر ۴۰۰ مهاجر بېرته سن دني سیمه ته ستانه شوي او د اې ۱ سړک پر غاړه تر خیمو لاندې ژوند کوي. ډېری دغه کسان د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي.

په همدې حال کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړی مایل د خپل تخلص د نه ښودلو په شرط کډوال نیوز ته وایي چې ځینې کسان د اوبرویلیې کمپ د تړلو عملیاتو پر مهال په سیمه کې حاضر نه وو او ځینو کسانو هم له دولتي ادارو سره مرکې درلودې. د دغو مهاجرو په ډله کې هغه کسان هم دي چې تازه فرانسې ته رسېدلي دي.

«سړک د لیونتوب او د بې حرمتۍ ښوونځی دی» 

ښاغلی مایل زیاتوي: «سرتېري هره ورځ مهاجرو ته وایي چې دوی به سبا د سهار په ۶ بجو کمپ وتړي، خو دوی بیا کمپ ته نه ورځي.» د نوموړي په حواله پولیس غواړي چې د دې تکتیک په کارولو سره پر مهاجرو روحي فشار واچوي.

بل پلو د فراسنې تغ دزیل مشر پییر هانري د مهاجرو د ځورونې او د سرپناه نه ورکولو تکتیک په اړه خبرداری ورکوي. هغه وایي: «سړک د لیونتوب او د بې حرمتۍ ښوونځی دی.» نوموړی په دې اند دی چې په راتلونکو اونیو کې به د دغه کمپ د تړلو نوي عملیات پیل شي. دی زیاتوي: «تر څو چې چارواکي له یو بل سره ګډ کار و نه کړي او موخه یې دا نه وي چې ټولو خلکو ته باید بې له کوم قید او شرط سرپناه برابره شي، دا کار به بیا تکرار شي.»

د اوسېدو ځای د برابرولو مکانیزم کې نیمګړتیاوې

له ۲۰۱۵ راهیسې د پناه غوښتونکو لپاره د اوسېدو ځای برابرولو پروګرام د بودجې له کسره سره مخ دی. په ورته مهال د فرانسې د مشرانو جرګې یو راپور چې د ۲۰۱۹ په نوامبر میاشت کې خپور شوی وایي چې د کډوالۍ، پناه غوښتنې او ادغام د تمویلولو لایحې د وړاندیز له مخې به په ۲۰۲۰ کې د اوسېدو ځایونو د جوړولو مکانیزم ودرول شي.

ښاغلي پییر هانري زیاتوي: «کله چې تاسو په دې لایحه کې وایي چې په ۲۰۲۰ کې باید ۶۲ فیصد پناه غوښتونکو ته ځای ورکړل شي، مانا یې دا ده چې دا مکانیزم کار نه کوي.» 

 

نورې ليکنې