ایران څخه د افغان کډوالو راستنیدنه. د اسلام قلعه بندرهرات، افغانستان. تصویر: آرشیف
ایران څخه د افغان کډوالو راستنیدنه. د اسلام قلعه بندرهرات، افغانستان. تصویر: آرشیف

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل یو راپور کې لیکلي چې، د روان میلادي کال له پیل څخه ۴۲۹۶۳۲ تنه بې اسناده افغانان له ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې یوه لویه برخه يي په زور ایستل شوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM ) په یوه راپور کې چې تیره اونۍ خپور شوی لیکي چې، دغه کډوال د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې بیرته افغانستان ته ستانه شوي.

د سازمان په راپور کې راغلي:« د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه تر اګست ۸ مې پورې ۲۱۴۸۳۲ تنه د هرات د اسلام قلعه پولې او ۷۸۰۹۹ تنه د نیمروز د میلک پولې له لارې افغانستان ته بیرته ستانه شوي چې له دې  ډلې ۱۳۶۷۰۱  تنه يي په زور ایستل شوي

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدنې راپور. جدول : د کډوالۍ نړیوال سازمان له ویب سایټ څخه 

د راپور په حواله په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو کچه ۲۷ سلنه را ټیټه شوې.

په ورته وخت کې دغه سازمان همدارنګه ویلي چې له پاکستان څخه د روان میلادي کال له پیله، په ټولیز ډول ۱۹۶۳ تنه د کندهار او ننګرهار له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

یاد سازمان د دغو راستنیدونکو له ۵۰ زرو څخه ډیرو سره يي د راستنیدنې پر مهال بشري مرستې کړې دي.

د یادولو ده چې ایران او پاکستان د افغانستان هغه دوه ګاونډ هیوادونه دي چې د افغان حکومت د معلوماتو پر بنسټ لاهم پکې له ۴ میلیونو څخه ډیر افغانان د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

 

نورې ليکنې